خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
له اونیو بحثونو وروسته د ولسی جرګې ریس معلوم شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
که څه هم عبدالرئوف ابراهیمی د وکیلانو د رایو په نږدې توافق سره د ولسی جرګې رئیس وټاکل شو، خو بیا هم نوموړی تر ډیره د یوه سیاسی جوړ جاړی په نتیجه کې دغه څوکۍ راخپله کړه.
د رئیس د ټاکلو پر سر په ولسی جرګې کې له اونیو شخړو اوبحثونو وروسته یوه ځانګړی کمیسیون د حل لارې په توګه له ازبک تروکمن څخه د یوه کاندید د معرفی کولو وړاندې هم کړی و، چې په ولسی جرګې کې ازبک وکیلانو له سلا مشورو وروسته ښاغلی ابراهیمی د رایې اخیستنې لپاره ور وپیژنده.
نوموړی ته په علنی توګه رایه ورکړل شوه او په غونډه کې له 173 حاضرو وکیلانو څخه له څلورو پرته نورو ټولو موافقې رایې ورکړې.
د ابراهیمی له انتخاب مخکې په ولسی جرګې کې ګڼ شمېر وکیلانو د موقت رئیس محمد سرورعثمانی نه په اعتراض کې غونډه پریښودله او په هغه یی تور ولګاوه چې غونډه سمه نه شی رهبری کولای او پلویتوب کوی.
که څه هم ښاغلی عثمانی دغه خبرې رد کړې، خو بیا یې هم استعفا وکړه او خدایداد
عرفانی د شاوخوا یو ساعت لپاره د هغه پر ځای د موقت رئیس په توګه پاتې شو.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرئوف ابراهیمی د کندز ولایت وکیل دی او د ولسی جرګې د ریاست لپاره په تیرو څو دورو انتخاباتو او شخړو کې دومره مطرح هم نه و، خو له ولسی جرګې څخه د اکثریت باندې رایې له ترلاسه کولو داسې څرګنده شوه چې د شخړې اصلی خواوې چې عبدالرب رسول سیاف او یونس قانونی بلل کیږی، له پخوا په نوموړی هوکړه کړې وه. غونډې ته په خبرو کې دغو دواړو وکیلانو له ښاغلی ابراهیمی نه ملاتړ هم اعلان کړ.
په عین حال کې له پخوا داسې اندیښنې هم موجودې وې، چې ایا یوه نوې او ناپیژندل شوې څیره به وکولای شی چې ولسی جرګې د حکومت د دوو نورو قوو ترڅنګ پیاوړی وساتی، همدغه پوښتنه مې د ولسی جرګې له غړی نادرخان کټوازی سره مطرح کړه:
(که نوموړی په خپل بې طرفی باندې خپلو کړنو ته دوام ورکړی نو د ولسی جرګې ټول غړی به له ده سره همکار وی.)
د نوې ولسی جرګې له پرانیستلو شاوخوا څلویښت ورځې کیږی، چې وکیلانو دغه ټوله موده د رئیس د ټاکلو پر سر په شخړو تیره کړه.
د مرستیالانو او منشیانو ټاکنه به هغه لومړنۍ چاره وی، چې وروسته له دې د ولسی جرګې په مخ کې پرته ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.