خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ولسی جرګې دویم مرستیال او منشی وټاکل شول

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د ولسی جرګې دویم مرستیال او منشی وټاکل شول ، خو د لومړی مرستیال او نایب منشی کاندیدانو ونشواى کړاى ، چې لازمې رایې ترلاسه کړی .
د ولسی جرګې په نننۍ غونډه کې د 249 وکیلانو له جملې څخه 226 تنه حاضر و او د یادو شویو څوکیو کاندیدانو باید د بریالی کېدو لپاره 114 رایې ترلاسه کړې واى .
د دویم مرستیال څوکۍ ته د کابل د خلکو استازې نظیفه ذکی ،د هرات استازى احمد بهزاد او د بدخشان د خلکو استازى عبدالولی نیازى کاندید شوی و، چې احمد بهزاد د 124 رایو په ترلاسه کولو سره د دویم مرستیال په توګه وټاکل شو .
همدارنګه ددې جرګې د لومړی منشی څوکۍ ته د هرات استازی صالح محمد سلجوقی او د زابل استازی عبدالقادر قلات وال کاندید شوی و ، چې قلات وال د 120 رایو په ترلاسه کولو سره وکړاى شول ، چې د دې جرګې د لومړی منشی په توګه وټاکل شی .
خو د پکتیکا د خلکو استازی نادرخان کټوازی د 103 رایو په ترلاسه کولو او د بدخشان د خلکو استازی عبدالاحد افضلی د 101 رایو په ترلاسه کولو سره د لومړی مرستیال څوکۍ ته لازمې رایې ترلاسه نشوې کړاى.
د نایب منشی څوکۍ ته د فراه استازې حمیرا ایوبی ، د بلخ استازى محمد فرهاد عظیمی او د کوچیانو استازی حیدر نعیم زوى ځانونه کاندید کړی و، چې په پایله کې حمیرا ایوبی د 68 رایو ، حیدر نعیم زوى د 57 رایو او فرهاد عظیمی د 76 رایو په ترلاسه کولو سره ونشواى کړاى د نایب منشی څوکۍ ترلاسه کړی .
د ولسی جرګې رییس حاجی عبدالرووف ابراهیمی وویل چې د لومړی مرستیال څوکۍ ته به سبا (ګټوازی او افضلی ) او د نایب منشی لپاره به د عظیمی او ایوبی ) ترمنځ ټاکنې وشی .
د ولسی جرګې د داخلی دندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلی ،چې که د یادو څوکیو کاندیدان ونشی کړاى د ټاکنو په لومړی پړاو کې لازمې رایې ترلاسه کړی ، د ټاکنو په دویم پړاو کې هغه دوه کاندیدان ګډون کوی ، چې له نورو یې زیاتې رایې ترلاسه کړې وی .
د لومړی او دویم مرستیال ، منشی او نایب منشی په ټاکنو کې 26 باطلې او 53 سپینې رایې کارول شوې وې.
تېره روځ ( د کب په 9مه ) له اوږدو بحثونو او اتو ځلو ټاکنو وروسته ، د کندوز د خلکو استازى حاجی عبدالرووف ابراهیمی د جرګې د رییس په توګه وټاکل شو .
ملی شورا د روان کال دسلواغې په 6مه، پرانېستل شوه .
مشرانو جرګې خپل اداری پلاوى مخکې ټاکلى دى .
د اساسی قانون د 87 مادې له مخې، د ملی شورا هر مجلس د کار په پیل کې له وکیلانو څخه یوتن د رییس په توګه د یوې تقنینی دورې لپاره ، دوه وکیلان د لومړی او دویم نایب په توګه او دوه نور وکیلان د منشی او نایب منشی په توګه د یوه کال لپاره ټاکی .
دغه کسان په ټوله کې د یادو جرګو د اداری پلاوی په نوم یادېږی او دندې یې د هر مجلس د داخلی دندو په اصولو کې ټاکل کېږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.