خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د هرات په جنوب ختیځ کې چاڼیز عملیات پایته ورسېدل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ځایی امنیتی چارواکو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو د پایته رسېدو خبر ورکړ.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغو عملیاتو پنځه ورځې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې 4 وسله وال طالبان مړه، 5 ټپیان او 3 نور یې ژوندی ونیول شول.
د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال دلاور شاه دلاور په دې اړه کلید ته وویل، چې د عملیاتو پرمهال د پښتون زرغون ولسوالۍ ډېرى کلی او د اوبه ولسوالۍ یو څو سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوی او په کې د ملی اردو او ملی پولیسو سرتېری ځاى پر ځاى شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو پرمهال د افغان امنیتی ځواکونو لاسونو ته یو شمېر وسلې او مهمات هم ورغلی دی.
دلاور د عملیاتو په ترڅ کې د ملی اردو او ملی پولیسو د دوو سرتېرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپی کېدو پخلى هم وکړ.
په همدې حال کې د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدی ادعا کړې، چې د پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو په جګړه کې یې افغان امنیتی ځواکونو ته سخت زیانونه اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ځایی امنیتی چارواکی دغه چاڼیز عملیات په دې بریالی بولی، چې دغه ولسوالۍ په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو په مرکز اوښتې وې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.