خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/28 0:0کد خبر: 4528

دهلمندخلک ښونځی غواړی

دهلمندخلک ښونځی غواړی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د هلمند د لیرې پرتوسیمواوسیدونکی د ښوونځیود جوړیدوغوښتنه کوی دغه اوسیدونکی وایی که څه هم دا مهال یې په سیموکې د ماشومانولپاره لنډ مهال د سواد زده کړې کورسونه جوړشوی دی خودا بسنه نه کوی اوددې پرځاى دی ښوونځی ورته جوړشی . خو چارواکی وایی چې اوس مهال یې د هلمند په یو شمیر هغه سیموکې چې ماشومان یی ښوونځیوته لاس رسى نه لری لنډ مهاله کورسونه جوړکړی دی چې وروسته به ښوونځی هم ورته جوړکړی. که څه هم د هغه سیمواوسیدونکی چې په سیمه کې ښوونځى نه لری اویا یې هم ماشومان د ځینوستونزوله امله ښوونځیوته نه شی تللای ددې کورسونوستاینه کوی خووایی چې له دې سره سره بیا هم سلگونه ماشومان اوتنکی ځوانان له زده کړوڅخه بې برخې دی اوددې پرځاى دولت باید ورته ښوونځی جوړکړی ترڅو ټولوته د زده کړې زمینه برابره اوزده کړې ترلاسه کړی. هغوی وایی: 1- دا لړى باید اوږده شی اوموږ دلته ښوونځی غواړوچې ټولې زده کړې پکې وکړو. 2- په لومړیوکې موڅه نه ووزده اوس موډیرشیان زده کړی له دولت څخه غواړوچې مکتب راته جوړکړی. 3- زموږاړتیا هم داده اوغوښتنه موهم داده چې دلته دی د کورس پرځاى مکتب جوړکړی. د دوى په وینا چې دولت یوازې په گڼ میشتوسیموکې ښوونځی جوړاوفعاله کړی دی اونورې سیمې یې له پامه غورځولې خودا سیمې هم باید ښوونځی ولری. خود ښې حکومت دارۍ په برخه کې د هلمند دوالی سلاکاروحید الله الفت وایی چې دا مهال یې ځکه لنډ مهاله د سودا زده کړې کورسونه جوړکړی دی ترڅود یادو سیموماشومان اوتنکی ځوانان له زده کړې بې برخې نه شی اوپه دې کورسونوکې دومره زده کړې ترلاسه کړی چې بیله کومې ستونزې په ښوونځیوکې زده کړې وکړی. ددې کورسونوپرځاى به ښوونځی هم ډیرژرجوړکړوخودهغه لپاره وخت ته اړتیا شته د هغه لپاره امکانات برابرول اوپه دولتی سیستم کې هغوته دځای ورکولولپاره وخت ته اړتیا لری خوترهغه به دوى په دې کورسونوکې ځانونه ښوونځیوته چمتوکوی. دده په وینا چې د کورسونولړى به په یادوسیموکې ترهغه روانه وی ترڅوچې د دوى لپاره ښوونځی جوړیږی اودا کورسونه یې دا مهال د لښکرگاه په کاریز،ناوې اونادعلی ولسوالیوکې جوړکړی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.