خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په لیبیا کښې دانګلستان ځانګړی ځواکونه دیره شوی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دجرمنی یوې اونیزې دلیبیا په داخل کښې له وړاندې څو اونیو راهسې دانګلستان دځانګړیو ځواکونو ددیره کیدا او دهغوې لخوا دجاسوسۍ دعملیاتو د ترسره کیدا خبر ورکړ .
ایرنا خبری اژانس دجرمنی دفوکس اونیزې په قول راپور ورکړ دانګلستان ځانګړیو ځواکونود ارتباطاتو دمرکزونو ، دافع هواو او دجنګی الوتکو ددیره کیداپه شان دستراتژیکو هدفونو په هکله تمرکز کړی دی او په دغو ځایونو یې دحملې نقشه برابره کړی ده .
څه موده وړاندې دانګلستان چاپ سنډې ټایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی وو دانګلستان دځانګړیو پوځیانو یوه ډله دلیبیا په ختیځ کښې په یوه پټ ماموریت کښې دلیبیا دانقلابیانو لاس ته ورغلی وه .
دانګلستان دغه پوځیان په داسې حال کښې دلیبیا په ختیځ کښې ونیول شول چې دانګلستان یوډیپلوماټ هم ورسره وو.
دملګروملتونو امنیت شورا په تیرې پنجشنبې شپې دلیبیا دفضا دپاسه دنه الوت سیمې داعلانولو لپاره دانګلستان په شمول دڅو اروپای هیوادونو وړاندیزی پلان تصویب کړ .
ناټو ځواکونه او لویدیځ په لیبیا دپوځی حملې او ددغه پلان داجرا لپاره ځانونه چمتو کوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.