خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/29 0:0کد خبر: 4553

د لیبیا پر پوځی مرکزونو د ایتلافی ځواکونو برید

د لیبیا پر پوځی مرکزونو د ایتلافی ځواکونو برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لویدیځ ایتلاف ځواکونو د لیبیا پر دولتی پوځی مرکزونو تر سلو زیات کروز مزایل توغولی، چې د لیبیا د دولتی چاراکو په وینا له کبله یې لسګونه ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ډګرمن قذافی د حکومت یوه ویاند ویلی، چې په دغه بریدونو کې تر 50 زیات ملکی وګړی مړه شوی او سلګونه نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دی، خو تر اوسه ازادو سرچینو د دوى د دعوا پخلى نه دى کړى. یادو ځواکونو د ملګرو ملتونو د تړون له مخې پر لیبیا دغه بریدونه کړی. د امریکا دفاع وزات ویلی، چې دوى د لیبیا پر پوځی مرکزونو 112 کروز مزایل توغولی او دغه راز د بریتانیې او فرانسې الوتکو هم پر دغو ځایونو هوایی بریدونه ترسره کړی. که څه هم په مستقیم ډول د امریکا الوتکې په دغو بریدونو کې ګډون نه لری، خو ورسره اړینو توکو په برابرولو کې مرسته کوی. د راپورونو له مخې، کاناډا هم د دغو ځواکونو د ملتیا لپاره خپلې الوتکې استولی او ایټالیا ورته خپل هوایی ډګرونه په واک کې ورکړی، څو پر لیبیا له نږدې څخه بریدونه ترسره کړی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین جوف ویلی، چې دغه بریدونه به تر هغې دوام وکړی، څو د قذافی ځواکونه د ملکی وګړو وژنه ونه دروی او دوى ته د جمهوریت غوښتنې د اواز پورته کولو اجازه ورنه کړی. بلخوا د لیبیا پوځ ادعا کړې، چې دوى د فرانسې یوه الوتکه راپرځولې، خو فرانسې د دوى ادعا بې ځایه بللې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.