خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/04 0:0کد خبر: 4677

په امنیت شورا کې د لیبیا دوسیه

په امنیت شورا کې د لیبیا دوسیه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په داسې حال کې چې لیبیا دامریکا،ناټواومعمر قذافی ځواکونوله هوائی اوبې امانه حملوسره مخامخ ده،د ملګرو ملتو امنیت شورا ټاکل شوې چې نن ددغه هیواد د وروستیو حالاتو د جاجونې لپاره بیاغونډه جوړه کړی . په عین حال کې دروسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف ددې موضوع په اعلانولو سره چې دامینت شوراپه نننۍ غونډې کې به دلیبیاپه باب د 1973 پریکړه لیک د اجرا د څرنګوالی په باب غور وشی ،ددغه هیواددخلکو ددفاع په درانه مسئولیت ئې ټینګار وکړ . په امنیت شورا کې د نوموړی پریکړې له تصویبیدا وروسته لیبیا د امریکا اولویدیځوالوله سختو هوائی حملوسره مخامخ شو ی ده اودلیبیا په ضددناټواوامریکائی ځواک دوروستیوورځو په بې امانه حملو کې ددغه هیواد په سلګونو بې دفاع عام کسان مړه او ژوبل شوی دی . دلیبیاپه ضد دامریکا اولویدیځ دپوځی عملیاتو له پیلیدا موخه د لیبیاپر دیکتاتورقذافی دباؤاچول اعلان شوی دی خو هماغه ډول چې له نښونښانو معلومیږی دقذافی رژیم نسکورول اودعامو خلکودامنیت تامینول ،دلیبیاپه ضددپوځی عملیاتودپیلولولپاره د امریکا او لویدیځوالو یوازې پلمه ده ځکه چې د لیبیا ولس دم ګړۍ د امریکائی او ناټو ځواک د بې امانه حملو قربانی دی . اوس مهال دلویدځ ترمینځ د 1973 پریکړه لیک داجرادڅرنګوالی په سردنظراختلافات موجوددی .حتی ځینولویدیځوالوچارواکو په ډاګه وئیلی دی د قذافی رژیم په بدلولو پسې نه دی . د امریکائی پوځ لوی درستیز جنرال مایک مولن د لیبیا په خلاف دپوځی عملیاتوله پیلیدایوازې یوه ورځ مخکې وئیلی ؤ چې په لیبیاد حملې موخه دقذافی لیرې کول نه دی .انګریزخارجه وزیر ویلیم هیګ هم چې هیواد ئې په لیبیا کې دنوموړی پریکړې په اجرا کې بشپړګډون کوی وویل مونږ د قذافی درژیم په نسکورولواویا بدلولو پسې نه یوو . لویدیځوال مدعی دی چې په لیبیا حمله د عامو خلکو ددفاع په هدف سره شوې ده،خومسلمه ده چې دایوازې یوه بې اساسه ادعا ده په لیبیا کې دسلګونوعاموخلکو وژل کیدااوددغه هیواددبې دفاع خلکواوانقلابیانوپه ضد د قذافی د پلوی ځواکونو د بې امانه حملو دوام،پر دغې ادعا ګواهی ده چې د لیبیا ولس په اوسنی وخت کې د امریکا او لویدځ د تمه دارو موخو تاوان ورکوی . ډیر سیاسی کارپوهان په دې اند دی چې د لیبیا د تیلولویوزیرمو ته رسیدا،د امریکا او لودیځ لپاره دومره وسوسه کونکی ده چې ځان ددغه هیواد پیښې ته وکاږی . دملګرو ملتو امنیت شورا تیره اونۍ د 1973 پریکړه لیک په تصویبولو سره د لیبیا پر فضا د الوتونو د منع کونکی سیمې په رامینځته کولوټینګا روکړ.په تیرې یوې اونۍکې دامریکائی اوناټو ځواک له خوادعاموخلکودامنیت د تامینولو لپاره نه یوازې کوم اقدام نه دی شوی بلکې د امریکا او لویدځ د پوځی عملیاتو په نتیجې کې په سلګونو عامولیبیاوالو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . دا په داسې حال کې دی چې دامریکا ولسمشر باراک اوباما د امیننیت شورا دتکراری غونډې په درشل کې د پوځی رودې دوام پر قذافی د لویدیځ د دباؤنو یوازنی آوزار بللی دی
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.