خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حامدکرزی دا مریکا په فلوریدا ایالت کې دقران کریم دنسخې سوځول په کلکه وغانده

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغا نستان داسلا می جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا په فلوریدا ایالت کې دیوې کلیسا دمسوولینو له خوا دقران کریم د نسخې سو ځول په کلکه وغندل او دا کار یې یو الهى ستر دین اوټولو مسلمه امت ته سپکا وی وباله
د افغا نستان داسلا می جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا په فلوریدا ایالت کې دیوې کلیسا دمسوولینو له خوا دقران کریم د نسخې سو ځول په کلکه وغندل او دا کار یې یو الهى ستر دین اوټولو مسلمه امت ته سپکا وی وباله دباختر اطلا عا تی ا ژانس ته دجمهوری ریاست دمطبوعاتی دفتردمعلوماتو له مخې . درا رسیدلو خبرونو له مخې دیکشنبې په ورځ دامریکا دفلوریدا په ایالت کې په یوه کلیسا کې عیسوی کشیش ترى جونز دیو شمیرخلکو په وړاندې یوه نسخه قران عظیم الشان ته اور واچاوه . دافغا نستان د اسلا می جمهوریت جمهور رئیس دغه عمل د اسلام اود اسلامی امت پرضد عمل و باله اودا کار یې په کلکه وغا نده . جمهور رئیس دځان اود افغا نستان د مسلمان او دین دار ملت په استازیتوب دغه نا وړه او له سپکا وی ډک عمل په کلکه و غا نده او دا کار د الهی ادیانو ترمنځ تاو تریخوالی درا منځته کولو لپاره دځینوکړیو له خوا هلې ځلې بولی دهیواد جمهور رئیس دامریکا د متحده ایالاتو له حکومت اود ملګرو ملتو له سا زمان څخه وغو ښتل چې ددغه جنایت عا ملین دقا نون منګولو ته وسپاری اودټولې نړۍ دیو نیم ملیارده مسلما نا نو غوسی او کرکى ته قناعت بخښوونکى ځواب ور کړی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.