خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کویت دبحرین په کړکیچ کښې مینځګړتوب کوی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کویت دبحرین په کړکیچ کښې مینځګړتوب کوی .
زمونږ خبریال وای دبحرین دترټولو ستر سیاسی ګوند الوفاق یوه غړی جاسیم حسین نن وویل چې دغه ګوند دسیاسی کړکیچ دختمولو لپاره کویت دیوه مینځګړی په توګه منلی دی .
دبحرین دترټولو ستر سیاسی ګوند الوفاق غړی وویل دکویت امیر شیخ صباح ال احمد ال صباح دبحرین دباچا او دسیاسی ګوندونو ترمینځ دروغې جوړې وړاندیز کړی دی او مونږ هم له خارج څخه دیوه مینځګړی هرکلی کوو.
دبحرین دالوفاق ګوند دغه غړی وویل دبحرین باچان باید هغه ژمنې پوره کړی چې بحرین ته دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او د کویت دعسکرو له ورتلو وړاندې یې کړی وې .
په دغو ژمنو کښې منتخب پارلمان او دانتخاباتی سیمو اصلاح شامل وو .
دبحرین دالوفاق ګوند دغه غړی وویل ویره داده چې دکویت دمینځګړتوب پایلې شاید دبحرین دحکومت مخالف ګوندونو ته دمنلو وړ نه وی یا داچې خلک هغه و نه منی .
دکویت السیاسه ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دبحرین دالوفاق سیاسی ګوند پلاوی به دکویت دپارلمان دمشر په شمول ددغه هیواد له سیاستوالانو سره خبرې وکړی .
بحرین په خپل هیواد کښې بیړنی حالت اعلان کړی او له ګاونډیو عربو هیوادونو سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او کویت څخه یې عسکر خپل هیواد ته راوستلی چې دخلکو سوله ایزې مظاهرې په ډزو او حملو سره وځپی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.