خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د لاریونونو لړۍ ننګرهار ته هم وغځېده

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
وروسته تردې، چې د امریکاپه فلوریډا ایالت کې د یوه پادری له لوری د قرانکریم یوه نسخه وسوځول شوه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د ننګرهارپوهنتون سلګونه محصلینو د یوه سوله یزلاریون په په ترڅ کې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره داعمل په کلکو ټکو وغنده.
لاریون، چې د سهار په اتو بجو پیل او شاوخوا دوه ساعته یې دوام درلود، په ترڅ کې یې د درونټی په سیمه کې د کابل - جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
لاریون کوونکو، چې مرګ پر امریکا او صلیبیانو او زنده باد اسلام شعارونه یې ورکول په فلوریډا ایالت کې یې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې د اسلامی هېوادونو د پاڅون او د دې عمل کوونکی ته یې د سختی سزا غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو دغه راز د افغان حکومت او ولسی جرګې څخه له صلیبیانو سره د پرېکون او په وروستیو لاریونونو کې د نیول شویو وګړو د خوشې کولو غوښتنه او په هېواد کې یې د امریکا د دایمی اډو جوړولو مخالفت او غوښتنو ته یې په بی غورى سره د خپلو سوله ییزو لاریونو د دوام خبردارى ورکړ.
داپه داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهارکې د علماوو، اصنافو اتحادیی او ولسونو لخوا د امریکا په فلوریډا ایالت کې د قرانکریم د نسخی سوځول د مسلمانانو د احساساتو پاروونکى عمل وګاڼه او د نوموړی عمل کوونکی ته یې په اسلامی محکمه کې د سزا ورکولوغوښتنه وکړه.
د ویلو ده، چې تېره اوونی هم د دې ولایت په چمتلې ښارګوتی کې سلګونه کسانو د دې پېښې په غندنه کې یو سوله ییز لاریون کړى و.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.