خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/17 0:0کد خبر: 4888

پر ننګرهار هوایی ډګر د وسله والو طالبانو برید

پر ننګرهار هوایی ډګر د وسله والو طالبانو برید  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ځایی امنیتی چارواکو د ننګرهار پر هوایی ډګر د دولت د مخالفینو لخوا د توغندیزو بریدونو د ترسراوی خبر ورکړ. په ننګرهارهوایی ډګرګې د افغان ځواکونو قوماندان جهانګیرعظیمی کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې برید بیګاه شپه یوولس بجې ترسره او دولتی غاړې ته کوم ځانی اومالی زیان نه دى اوښتى. قوماندان عظیمی مخالفې غاړې وسله والوطالبانو ته هم له اوښتی مرګ ژوبلې ناخبری اوښوده اوزیاته یې کړه چې،برید د هوایی ډګر په دریو نقطو ترسره شوى، خو د ننګرهار امنیې قومندان مل پاسوال علی شاه پکتیاوال دغه برید د سپکو او درونو وسلو پرمټ شوى بولی او زیاتوی، چې ملی پولیسو او ایساف ځواکونو برید په شا تمبولى او د وسله والو طالبانو 7 تنه یې وژلی دی. بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په یوه رالېږلی ټلیفونی پېغام کې دعوه کړې، چې بیګاه شپه یې پرهوایی ډګربرید کې پنځه بهرنی سرتیری وژلی دی. مجاهد په دغه برید کې د خپلو درېو ملګرو د وژل کېدو پخلى هم کړى دى. د ویلو ده، چې پر ننګرهارهوایی ډګر دا لومړى ځل نه دى، چې توغندیزبریدونه پرې کیږی بلکې تردې وړاندې هم د تېر کال په اوږدو کې پرې ورته څو بریدونه او یوځل ډله ییز برید هم شوى، چې دواړو غاړوته پکې د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.