خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان به دامریکایانو په هدیری بدل شی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ایرکا د راپور له مخې د کابل د اسماعیل ذبیح الله د جومات امام امریکا یوه نړیواله ترهه ګره وبلله او ویې ویل امریکا په نړۍ کښې یوازې په خپلو ګټو پسې ده او د نورو ملتونو د طبیعی زیرمو، تیلو او ګازو د چورتالان لپاره هر جنایت او وژله کوی .
مولوی فیض کریم پرون د سلګونو افغانانو په ټول کښې چې په امریکایی ضد او د بحرین د خلکو د ملاتړ په غونډه کښې یې ګډون کړی ؤ په افغانستان کښې د امریکا له دایمی اډو جوړولو سره مخالفت وکړ او ویې ویل د یورانیمو په شمول د افغانستان نور کانونه د امریکا ، انګلستان او نورو لویدیځو هم تړونو لخوا چورتالان او قاچاق کیږی .
هغه وویل افغانان په خپل هیواد کښې د امریکا د پوځی اډو له جوړولو او د امریکایانو لخوا د تیلو او نورو معدنونو له چورتالان سره مخالف دی . هغه زیاته کړه دافغانستان خلکو لکه څنګه چې یې روسان له خپل هیواده وشړل ، امریکایان به هم په بې شرمۍ سره له خپل هیواده وباسی او افغانان دا نه منی چې ټاټوبی یې دې د امریکایانو په نیواک او سلطې کښې وی .
دغه افغان عالم د آل خلیفه او آل سعود لخوا د بحرین د خلکو وژله هم وغندله .
په دغه غونډه کښې ګډون کوونکو افغانانو د کابل او واشنګټن له ستراتیژیک تړون سره خپل مخالفت او د بحرین له بې ګناه خلکو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.