خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/12 0:0کد خبر: 5196

ولسی جرګې بلاخره د روان کال بودیجه تصویب کړه

ولسی جرګې بلاخره د روان کال بودیجه تصویب کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ولسی جرګې بلاخره له دوه ځلې ردېدو وروسته د رایو په اکثریت د روان کال کلنۍ بودیجه تصویب کړه. د ولسی جرګې د مالی او بودیجوی چارو د کمېسیون مشر امیرخان وویل، چې جرګې ته د مالیې وزارت لخوا 224 میلیارده افغانۍ ځانګړی کول د دوى او د جرګې د اکثرو کمېسیونونو د غړو موافقه ترلاسه کړه. نوموړی زیاته کړه، چې په دغه بودیجه کې دغه بودیجه 187 میلیارده افغانۍ زیاتوالى راغلى دى. دغې بودیجې د ولسی جرګې د 150 حاضرو غړو له جملې څخه د 109 وکیلانو رایه خپله کړه. د یادولو وړ ده، چې ولسی جرګې د روان کال د وری په اتمه او دوه ویشتمه دوه ځلې د حکومت لخوا ملی بودیجه په کې د یو شمېر ځانګړو نیمګړتیاوو له امله رد کړه، چې د ردېدو یو شمېر لاملونه کابلبانک ته د تیرکال د سقوط پرمهال د 912 میلیونو ډالرو د ورکول و، ولایتونو ته نا انډوله بودیجه په نظر کې نیول، دفقر او بیکارۍ او د ملی پروژو پلی کولو ته په دغه بودیجه کې ځاى نه ورکول و. باید وویل شی، چې مالیې وزارت د روان کال له بودیجې څخه 73 میلیونه امریکایی ډالره، چې پخوا یې کابلبانک ته ځانګړی کړی وو له دغې بودیجې څخه حذف کړل.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.