خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/16 0:0کد خبر: 5253

د حضرت فاطمة الزهرا د ژوند ځانګړنې

 د حضرت فاطمة الزهرا د ژوند ځانګړنې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه

کله حضرت بلال مدینې ته نېدې شو ،نوله لیرې ځیر شو،نو دمدینې دخرماؤلوړې او شنې ونې ئې ولیدې او په هغو پسې د مدینې ښار واړه او خټین کورونه څرګند شول . نو ژوره سا ئې واخسته څو هغه وږمه چېد مدینې له خوا راتلله احساس کړی . په زړه پورې وږمې له ځان سره یو داسې بوی راوړه لکه چې مخکې هم آوریدل شوی وی ، یعنی د پیغمبر بوی ،د مسجدالنی او د هغو منارو بوی چې هغه بزرګوار پکې تر کلونو پورې آذان وئیلی ؤ . کله د ښار له دروازې ورننوت ، نو یوې غاړې ته ودرید او د پیغمبر د ښار په احترام سره ئې له خبلو جامو ګردونه وڅنډل . شاوخوا ئې وکتل . خلک د خپلو ورځو پر کارونو بوخت وو او څوک ښار ته دهغه ورتلو ته متوجه نه شول . د بنی هاشم کوڅې ته ورداخل شو .یوه تنګه اوتورتمه کوڅه چې هر ه ورځ به د پیغمبر اکرم د لیدو په مینه هلته دریدهّ اوکله چې پیغمبر جومات ته دتلو لپاره روانید،نوپه هغه پسې به روان شو. هغه د پیغمبر اکرم د لور د لیدو لپاره د امام علی کور په لور لاړ. که څه هم له ځان سره ئې ژمنه کړې وه چې نو ر به هغې مدینې ته چې د پیغمبر اکرم کورنۍ ئې هیره کړې وه بیرته ورنه شی . یوه کورته چې ورسید، نو وې وئیل ائ د پیغمبر کورنۍ پرتاسو دې سلام وی . د حضرت امام علی او فاطمة الزهرا دوو بچیانو امام حسن او امام حسین کله دهغه پیژندلی غږ واورید نو سملاسی بهر راووتل او وې ویل بلال راغلی دی . بلال دواړه په غیږې کې ونیول او له سترګو ئې اوښکې روانې شوې . دوی د تیروخت شپې ورځې یاد کړې او بلال له هغو دوودپیغمبربوی راکاږهّ څو شیبې تیرې شوې اوبلال دهغودمور فاطمه تپوس وکړ امام حسن او امام حسین بلال له لاسه ونیوه او کور ته ئې بوتهّ .؟حضرت فاطمة الزهرا د بیمارۍ په بسترې پراته وه . بلال سلام وکړ . فاطمه بی بی دبلال غږ وپیژانهّ هغه د بلال په تمه وه ځکه چې پیغمبر اکرم په خوب کې له هغې سره ژمنه کړې وه چې بلال به د تا پوښتنې ته راځی . هغې بزرګوار ې په لړزانه او کمزوری غږ سره د بلال په ځواب کې وفرمایل :، پرتا سلام وی ای د خدای د روسول او زماد پلار موذنه . د حضرت فاطمه سلام ا.... علیها ناروغه او ستړی غږ د بلال اندیښنه نوره هم زیاته کړه . هغه وپوښتل ، ائ د خدای د رسول لورې څه شوی دی چې دغه ډول د ناروغۍ په بسترې پراته ئې ؟. فاطمه بی بی هیڅ ونه وئیل او یوازې ئې یوه غوښتنه مطرح کړه او وې فرمائیل :، ائ بلاله ، غواړم له مړینې مخکې د تیر وخت هغه په زړه پورې شپې ورځې چې کله پیغمبر ژوندی ؤ یاد کړې او آذان ووائې . زه غواړم چې یوځل بیا د تا په آذان سره لمونځ ادا کړم ، یوازې یو ځل بیا . =بلال ډیر غمګین شو چې د خدای د رسول ګرانه لور به د ناروغۍ له بسترې بیا پا نه څی . بلال د حضرت فاطمة الزهرادغوښتنې په پوره کولو کې بیړه وکړه . هغه په هیڅ شی فکر نه کاوه ګواکې خلک ئې نه لیدل . منډې ئې وهلې څو ځان د پیغمبر اکرم جومات ته ورسوی . د جومات د مینارو پر پوړیو په بیړې سره وخاتّهّ اودمینارو د پاسه ودریدهّ او درسته مدینه ئې ولیدله . د هماغو شپوروځو په څیر کله ئې چې د آذان ویئلو په وخت پیغمبر د وضو په حالت کې لیدهّ . خو دې ځل له تیرو نورو وختونو سره فرق کاوه دې ځل یوازې د حضرت فاطمه په غوښتنې سره راغلی ؤ . د بلال له خولې د الله اکبر غږ د ښار په فضا کې خور شو خلکو له کاره لاس واخسته ّ او ګواکې مدینه په یوهیړپه چپتیا کې ډوبه شوی وی . له ډیرې مودې وروسته ئې د پیغمبر دجومات له مینارویو پیژندل شوی غږ راتهّ . بلال دوام ورکړ اشهد انّ لا اله ا... خلک په خودکې شول . هو ،دا د بلال غږ دی . دوی بې اختیاره د جومات په لور روان شول . بلال دوام ورکړ ، اشهد انّ محمد الرسول ا... خلک د جومات د مینارو لاندې غونډ شوی وو او ځینو په لمدو سترګو سره هغه ته کتل . حضرت فاطمةالزهراکله ئې دخپل پلارحضرت محمدمصطفی نامه د موذ ّن بلال له خولې واوریده ،نو ډیره غمجنه شوه او ډیر ئې وژړل . همدا چې بلال غوښتل د آذان ورپسې جمله ووائی،دامام حسن او امام حسین فریاد ئې واوریدهّ . په اندیښنې سره ئې لاندې وکتل د فاطمه بچیانو ووئیل ، ائ بلاله د خدای په په خاطر آذان ته نور دوام مه ورکوه ،زمونږ مورپرمصلا بې هوشه شوې ده او له هماغه وخته ژړیږی . بلال راکوز شو ، دواړه ئې په غیږې کې ونیول ، غوښتل ئې څه ووائی خو غریو شو او ډیر ئې وژل دلته هم یوه برکتی امل ته ستاسو پآم رااړوو یوه ورڅ پیغمبر پّه جومات کې ناست ؤ او اصحاب هم ترې ګیر چاپیره ناست وو .یو بوډا سړی په ډیر بد وضیعیت کې چې ډیرې زاړې جامې ئې اغوستې وې هغه ځای ته ورغی . هغه زړبوډۍ او کمزورۍ ډیر بې حاله کړی ؤ. پیغمبر د هغه وخوا ته ورغی او حالات ئې ترې وپوښتل . هغه کس ځواب ورکړ ، اﺉ د خدای رسوله ډیر غریب یم ، وږی هم یم، جامې مې نشته ماته جامې راکړه او بې څوکه یم کارمې روان کړه . پیغمبر وویل :و اوس خو راسره هیڅ نشته خو د خیر د لارې ښودونکې د ښیګڼې کونکی په شان د ی او د فاطمه دکور لاره یې ورته وښودله . بوډا کس د فاطمه د کور او جومات لنډه لاره کچ کړه او خپلې ستونزې یې وروښودلې . فاطمةالزهرا وفرمایل :، مونږ هم اوس په کور کې څه شی نه لرو . په دې وخت کې هغه امیل وریاد شو چې د حضرت حمزه بن عبدالمطلب لور ورته ډالې کړی ؤ . نو امیل یې له غاړې خلاص کړ او هغه بې وځله بوډا ته یې ورکړ او وې فرمایل ، دغه خرڅ کړه انشاء ا... خپلې غوښتنې به پرې پوره کړې . بې څوکه کس امیل واخسته او د جومات په لور لاړ . پیغمبر هماغه شان د اصحابو په مینځ کې ناست ؤ . بوډا کس عرض وکړ ، اﺉ د خدا ی پیغمبر ه فاطمه راته دغه امیل راکړ څوخرڅ ئې کړم او خپله غریبی پرې غوڅه کړم . پیغمبر د فاطمه په مهربانۍ خوشال شو او وې فرمایل :، هر څوک دغه امیل واخلی خدای پرې عذاب نه نازلوی :. عمار یاسر عرض وکړ یا رسول ا... آیا اجازه راکوې زه دغه امیل واخلم ؟ پیغمبر اجازه ورکړه عمار یاسر له بوډا کس څحه وپوښتل ،دغه امیل په څو خرڅوې ؟بې څوکه کس وویل پر دومره خوړو چې ترې موړ شم ، پردومره قالیو چې پرې پټ شم او یو دینار بل چې کور ته پرې ورسیږم . عمار ځواب ورکړ زه دغه امیل په شل دیناره ، خوړو جامو او سوارلۍ اخلم. عمار هغه بودا سړی کور ته بوتهّ او له خوړو یې ښه موړ کړ هغه ته یې جامې ورکړې اوپر سوارلی یې ور کړه او شل دینار ﺉې هم و رکړ ل . هغه مهال یې امیل په یوه ټوکر کې ونغاړهّ او خپل غلام ته یې وویل ، دا د خدای رسول ته ډالۍ کړه او تا هم هغه ته بخښم . پیغمبر هم غلام او امیل فاطمه ته وبخښهّ . غلام فاطمه ته ورغی . هغې بزرګوارې بی بی ترې امیل واخسته او غلام ته یې وفرمایل :،ما ته دخدای په لاره کې آزاد کړې . غلام وخندید فاطمه ترې د خندا علت وپوښته ، نو هغه ځواب ورکړ،اﺉ دپیغمبر لورې ، ددغه ګردن بند برکت زه حیرانه کړم ځکه یو وږی یې موړ کړ یو لوڅ ته یې جامې ورواغندلې اویو بې وځله یې شتمن کړ، یو مریه یې آزاد کړ او بیا خپل خاوند ته هم بیرته ورسید. یوه میرمن دمدینې په کوڅوکې په آرام سره روانه وه . د هغه ټوټې ټوټې جامو د هغې د بې وسۍ او تنګڅې ښودنه کوله هغې د مرستې په هیلې دمدینې د هریوه کوردروازه وټکوله خو له هر ځایه نهیلی دپیغمبرکورته ورسیده اووې لیدل چې د پیغمبرکور ته ډیرې ښځې تګ راتګ کوی، نوحیرانه شوه وړاندې لاړه نو متوجه شوه چې ټول ځانونه د علی اوفاطمه دواده لپاره چمتو کوی ګواکې ټاکل شو ی چې دپیغمبرلورله یو شمیرمیرمنوسره یوځای دعلی کورته رخصت شی . بې وځله میرمن په یوه کونج کې ودریده .د څو شیبولپاره یې خپله بې وځلی اوپریشانی هیره کړه.په دې مینځومیان کې فاطمه دپیغمبر له کوره راووته . بې وځله ښځه بې اختیاره څوګامونه مخکې شوه له نزدې یې دفاطمه ځلیدلی څیره وپیژندله .فاطمه بی بی هم هغه ښځه ولیدله ښځه نزدې ورغله او سلام ئې وکړ ، هغې د فاطمه دمهربانې او بخښلو په باب ډیر څه آوریدلی وو اودا چې یو اړمن یې هم نهیلی نه کاوه . بې څوکه ښځې دپیغمبرله لورمرسته وغوښته،فاطمه څوشیبې خپلونووجاموته وکتل چې دواده لپآره یې اغوستې وې .بیا بې له ځنډه کورته ستنه شوه.شاوخواخلک دفاطمه په دغه کارحیرانه شول ،څو شیبې وروسته فاطمه بی بی له کوره راووتله په داسې حال کې چې د واده نوی خت یې په لاس کې ؤ هغه په ډیرې مهربانۍ سره دبې وځله ښځې په لور ورغله اودخپل واده قمیص یې هغې ته وبخښه .په دې ډول هغه پاکه بی بی په ساده جامو کې د علی کور ته لاړه . خو زړه یې په بشپړ ډول راضی ؤ. هغه په دې خوشاله وه چې خدای پاک یو ځل بیاد هغه دیوه بنده د خدمت کولو توفیق ورپه برخه کړی ؤ
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.