خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دافغانستان دځانګړیو عملیاتو عسکر دروزنې په غونډو کښې ګډون کوی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دافغانستان دځانګړیو عملیاتو پوځیان دامریکا تر څارنې لاندې دروزنې په غونډو کښې ګډون کوی .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دحکومت مقاماتو نن وویل دروزنې ځانګړی غونډې دهیواد دامنیت دچاروپه لاس کښې داخستلو لپاره دافغان عسکرو دچمتو کیدا په هدف سره ترسره کیږی .
دافغانستان مقاماتو وویل دافغان عسکرو دروزنې پروګرام له وړاندې دریو کلونو راهسې پیل شوی او امریکا هم دافغان کومانډو ګانو لپاره د روزنې ځانګړی او موډرنه تجهیزات برابر کړی دی .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما په پاکستان کښې دالقاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن له وژل کیدا وروسته وویل دامریکا پوځیان به په راتلونکو میاشتو کښې دافغانستان دامنیت دتامین چارې افغان پوځیانو ته وسپاری .
دامریکا ولسمشر دغه راز دروان کال په ووړی کښې له افغانستانه دامریکا دپوځیانو دوتلو دبهیر په پیلییدا ټینګار وکړ .
امریکا په 2001 میلادی کال کښې په افغانستان حمله وکړه او حاضردمه څه دپاسه یولک پنځوس زره خارجی پوځیان له طالبانو سره دمبارزې او دامنیت دټینګیدا په پلمه په افغانستان کښې دیره دی .
داپه داسې حال کښې دی چې په افغانستان جنګ ځپلی هیواد کښې نه یوازې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې هلته هره ورځ دماشومانو او ښځو په شمول دملکی خلکو وژله په زیاتیدا ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.