خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کې لومړنی معدنی پوهنتونی مرکز جوړیږی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ایرکا خبری آژآنس راپورورکړ د افغانستان د معدنی چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې ویلی دی دهندی حکومت په افغانستان کې د د معدن د لومړنی پوهنتونی او علمی مرکز د جوړولو ژمنه کړې ده . پّ داغې اعلامیې کې راغلی دی ددغې موسیسې د جوړیدا موافقه کابل ته د هندی لومړی وزیر من موهن سنګ په سفر کې نهائی شوې ده .
هندی لومړی وزیر کابل ته په پخپل سفر کې اعلان کړی چې له افغانستان سره پنځه سوه میلیون ډالری مرستې کوی چې په ترتیب سره به له کابل سره د نوی ډیلی د مرستو اندازه دوه میلیارډ ډالرو ته ورسیږی . د افغانستان د معدن وزارت داعلامیې په اساس ویل شوی ړی دغه پوهنتونی مرکز په یوه پنځه کلن پروګرام کې جوړیږی . د افغانستان د معدن وزارت نیت لری په نزدې راتلونکی کې په بامیان ولایت کې د حاجیګک لوی معدن دوسپنېد ویستلو د بولۍ ګټونکی نامه اعلان کړی . ویل کیږی له دغه کان څخه د وسپنې د ویستلو لپاره څوارلسو نړیوالو شرکتونو په بولۍ کې برخه اخستې ده ، راپورښئ له دغه کان څخه دوسپنې په ویستلو سره به د افغانستان لاس ته هم په کال کې درې سوه میلیون ډالرې ورسیږی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.