خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
طالبان ادعا کوی چې د بګرام پر هوایی ډګر یی توغندیز بریدکړی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
وسله والو طالبانو ادعا لری چې د بګرام پر هوایی ډګر درې توغندی ، توغول شوی چې په ترڅ کې یې نړیوالو ځواکونو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل ، تیره شپه دوه بجې د بګرام پرهوایی ډګر د وسله والو طالبانو لخوا درې توغندی توغول شوی.
هغه زیاته کړه چې ، په دې برید کې نړیوالو ځواکونو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اوښتې دی.
خو په بګرام کې میشت بهرنی ځواکونه د طالبانو دا ادعاوی ردوی او وایی چې تر اوسه پورې دوې ته په دې اړه معلومات نشته .
دا چې آیساف ځواکونه دا ادعاوې ردوی خو وایی چې د افغانستان په سویل کې د یوې چاودنې په پایله کې دهغو څلور سرتیری وژل شوی ، خو دپیژندګلوی په اړه یې معلومات نه ورکوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.