خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې ځانمرګى برید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کابل ښار په شهید سردار محمد داود خان (څلور سوه بستریز) روغتون کې ځانمرګى برید شوى، چې له کبله 6 تنه وژل شوی او 16 نور ټپیا دی.
دغه برید نن غرمه مهال شاوخوا 12 بجې رامنځته شوې دى.
له جنایی جرمونو سره د مبارزې رئیس سمونوال محمد ظاهر کلید ته وویل، چې وژل شوی کسان د پوځی طب محصلین دی، چې د ډوډۍ خوړلو په خونه کې راټول شوی وو.
دامهال سیمه د امنیتی سرتېرو لخوا کلابند شوې ده او رسنیو ته هلته د تګ اجازه نه ورکوی.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې او په اړه یې د همدې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې دوو ځانمرګو بریدونو کې یې 51 تنه داخلی نظامی ډاکټران او د هغوى بهرنی استادان وژلی او ګڼ نور ټپیان کړی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.