خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اآیا اوباما به له دغو ستونزو سره بیا ولسمشر شی؟

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
زیاتره امریکایان د اوباما له بیا ټاکل کیدو سره مخالف دی
د امریکا دولسمشرۍ ټاکنې د 2012 میلادی کال په نوامبر کښې کیږی خو سر له اوسه ددغه ټاکنو د احتمالی کاندیدانو د محبوبیت د اندازې د معلومولو لپاره ټول پوښتنې یا نظرسنجۍ پیل شوی دی .
په دی لړ کښې په امریکا کښې د یوی نوی نظرسنجۍ پایلې ددې ښودنه کوی چې زیاتره امریکایان د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د باراک اوباما له ټاکلو سره سخت مخالف دی .
په دغه نظرسنجۍ کښې اته څلویښت سلنه ګډون کوونکو د اوباما په ځای دولسمشر په توګه د یو نوی کس د ټاکلو غوښتنه کړی ، خو دری څلویښت سلنه برخه والو د ولسمشر په توګه د باراک اوباما له بیا ټاکلو ملاتړ کړی دی .
دغه نظرسنجی د امریکا د سافولک پوهنتون لخوا په بوسټن ښار کښې د می له لسمی تر اولسمی شوی ده چې 37 سلنه برخه والو اټکل کړی دی اوباما به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کښې بریالی نه شی او یو جمهوری غواړی کاندیدا به سپینی ماڼۍ کښې د اوباما ځای ونیسی .
داسی ښکاریږی که څه هم باراک اوباما تراوسه نه پوهیږی چې د 2012 میلادی کال د ولسمشرۍ په ټاکنوکښې به یې سیال څوک وی ، خو له یوی غټی ستونزی سره مخ دی او هغه دا چې آیا اوباما به د اقتصادی وضعیت په دلیل د امریکایی رایو ورکوونکو رایی ترلاسه کړای شی او هغوئ به ځان ته د رایو د ورکولو لپاره قانع کړی .
که څه هم د اوباما د ولسمشرۍ د پړاوو په لومړیو دوو کلونو کښې مثبت اقتصادی بدلونونه وشول ، خو لا اوس هم په امریکا کښې زیا بی کاره کسان شته چې دغه چاره د امریکا د خلکو لپاره ډیر اهمیت لری .
روښانه ده د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کښې بریالی توب به ددغه هیواد په اقتصادی وضعیت پورې اړه ولری . له هرو دریوو یو امریکایی په دی باوری دی د امریکا ستره ستونزه اقتصاد دی نوځکه خو په باراک اوباما هم په دې زمینه کښې د لټیو په دلیل سختې نیوکی کیږی . په حقیقت کښې امریکایان له بل هر وخته زیات د باراک اوباما د ولسمشرۍ په مهال د هغه په اقتصادی مدیریت سخت معترض دی .
له دی ټولو سره سره باراک اوباما هڅه کړی ده له نورو لارو خپل محبوبیت زیات کړی چې یو مورد یې د بهرنې سیاست او امنیتی برخو کښې د بریاوو د ترلاسه کولو لپاره د هغه منډې ترړی دی .
په ظاهره د پاکستان په ایبټ آبادښار کښې د القاعدی د مشر اسامه بن لادن وژل له دغو یو اقدام دی چې اوباما لټه وکړه دغه عملیات د ځان او امریکا لپاره ستره بریا وښیی .
د اسامه بن لادن له وژلو یوه اونۍ وروسته د امریکا دولسمشر باراک اوباما محبوبیت شپیته سلنې ته ورسیده . دا په تیرو دوو کلونوکښې لومړی وار ؤ چې له اوباما د امریکا د خلکو خوښی دې اندازې ته ورسیده .
خو یوه هغه مهمه مسئله چې باید پام ورته وشی دا ده چې د امریکا د خلکو لپاره اقتصادی وضعیت او د کار پیدا کول له بل هر څه زیات اهمیت لری او که باراک اوباما د خپلی ولسمشرۍ په پاتی موده کښې په دې زمینه کښې اقدامات ونه شی کړلای نو سپینی ماڼۍ ته به یې بیا ننوتل او ولسمشرۍ په څوکۍ کښیناستل ډیر سخت وی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.