خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ایران د افغانستان د ښځو وزارت ته 500 قرآنونه ډالۍ کړل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ایرکا د راپور له مخې په افغانستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت کلتوری سلایار ناصر جهانشاهی د افغانستان د ښځو د وزارت له سرپرستی میرمن حسن بانو غضنفر سره په کتنه کې وویل د ایران ملت او حکومت تل د افغانستان دمسلمانو خلکو تر څنګ ؤ او دی .
په کابل کې د ایران د سفارت کلتوری سلایار د ایران او افغانستان د ښځو د دوستۍ اوونۍ د کلتوری اړیکو د پراختیا لپاره خورا مهم کلتوری فرصت وباله او ویې ویل د روانې جوزا په وروستیو کې به په کابل کې د ایران او افغانستان د ښځو ترمنځ د دوستۍ اوونۍ جوړه کړی څو د دوو هیوادونو د ښځو ترمنځ د کلتوری او علمی اړیکو زمینې لا زیاتې برابرې شی.
هغه په دغه کتنه کې د افغانستان د ښځو د چارو وزارت ته د قرآنکریم پنځه سوه نسخې اهدا کړې.
حسن بانو غضنفر د ایران کلتوری هلې ځلې وستایلې، ویې ویل د ایران د کلتوری او مذهبی هڅو قدرونه باید وشی .
د افغانستان د ښځو د چارو وزیرې د افغانستان او ایرانی تاریخی اړیکو ته اشاره وکړه او هیله یې وښوده د دواړو هیوادونو د ښځو ترمنځ فکری او کلتوری راکړې ورکړې لا زیاتې شی.
په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت به ددغه هیواد او افغانستان د دوستۍ اوونۍ د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د موسسې په مرسته جوړه کړی.
دایران او افغانستان کلتوری او مذهبی ګډولو په دی برخه کې د ګډو ملګرتیاوو زیاتیدا اړینه کړی ده په داسی ډول چې په کابل کې د ایرانیو ناشرانو په شتون د کتابونو یو نندارتون هم وشو .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.