خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر لومړۍ امنیتی حوزې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
څو شېبې وړاندې د کابل ښار منډیی جاده کې پر لومړۍ امنیتی حوزې درې ځانمرګو بریدګرو برید کړى، چې له کبله یې درېواړه بریدګرو او یو پولیس وژل شوی او د یوه ملکی وګړی په ګډون درې پولیس ټپیان شوی دی.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالبصیر سالنګی د پېښې د پخلی پرمهال وویل، چې دغو بریدګرو د ملی اردو له جامو څخه په ګټې پر یادې حوزې برید کړى.
نوموړی زیاته کړې، چې لومړى یوه ځانمرګی بریدګر د تلاشۍ پرمهال ځان الوځلى او دوه نور یې دننه ننوتی او پر وسله والې نښتې یې لاس پورې کړى، خو وروسته افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دواړه ووژل شول او اوس وضعه عادی حالت ته راګرځېدلې.
بلخوا د 101 اسمایی زون مرستیال سمونوال محمد داود امین رسنیو ته ویلی، چې په دغه برید کې شپږو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
باید وویل شی، چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغان ځواکونو له جامو څخه په ګټې اخیستنې بریدونو کې ډېروالى راغلى، چې تر دې دمه یې افغان ځواکونه په مخنیوی کې پاتې راغلی.
تر دې وړاندې په ننګرهار، تخار، کندهار او څو نور ورو ولایتونو کې هم ورته بریدونه ترسره شوی، چې له کبله یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو سربېره ملکی وګړو ته هم د سر زیان اوښتى وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.