خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/31 0:0کد خبر: 5781

دطالبانودین ایمان اسلام نه بلکې ډالردی

دطالبانودین ایمان اسلام نه بلکې ډالردی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

طالبانود30میلیون روپیوپه بدل کې دکورمې نیولی22طوری اوبنګښ خوشی کړل زمونږ خبریال د کورمې ایجنسۍ له پاره چناره راپورراکړد کورمې ایجنسۍ د طوری اوبنګښوقبیلوهغه 22 کسان چې څو میاشتې مخکې طالبانو برمته کړی وونن ددیرش میلیون روپو په بدل کې چې کابو درې نیم لکه ډالر کیږی له ټل ښار سره نزدې اړونده کسانو ته وسپارل او پاتې اته کسان اوس هم د طالبانوپه سپیرو منګولو کې دی . د یادولو ده چې کابو درې میاشتې مخکې طالبانودکورمې دطوری اوبنګښوقبیلوکابو څلویښت کسان په بګن سیمې کې چې دطالبانویومرکزشمیرل کیږی له فلاینګ کوچونوکوز کړل او دڅو کسانوله وژلو وروسته ئې نور له ځان سره وتښتول څه موده وروسته ئې بیا له هغو اته نورکسان هم په ډیر بوږنونکی ډول ووژل په داسې حال کې چې طوری او بنګښ قبیلو دحکومت اوامن جرګې په مینځګړیتوب سره پرشوی موافقې چې دطالبانو مسئولانو هم لاسلیلک کړی وه ،باورکړی ؤ .البته دا لومړنی ځل نه دی چې طالبان دغه ډول کار کوی دوی له دې مخکې هم په ځلونو طوری او بنګښ تښتولی او په بدل کې ئې د هغوی له کورنیو ډیرې زیاتې پیسې اخستې دی چې ویل کیږی د حکومتی او ځینو استخباراتی ادارو مسئولان هم پکې بشپړ لاس لری . دسیمې دچارو ډیرکارپوهان وایی چې طالبان اوالقاعدې اوورپکی نه یوازې په کورمې کې بلکې په نورو قبایلی سیمو کې هم خلک تښتوی او بیا ئې د ډیرو پیسو په بدل کې خوشی کوی که څوک ورته پیسې برابرې نه کړائ شی نوبرمته شوی کسان په ډیربوږنونکی ډول وژنی چې دځینو حکومتی او استخباراتی مسئولانو په ملګرتیاسره طالبانوله دغو غیرانسانی اقداماتو یو تجارت جوړکړی دی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.