خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/02 0:0کد خبر: 5795

درې دیرش زره امریکایی سرتیری له افغانستان څخه به ووځی

درې دیرش زره امریکایی سرتیری له افغانستان څخه به ووځی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن وویل چې ،تر 2012 کاله به له افغانستان څخه 33 زره امریکایی سرتیری ووځی . ښاغلی اوباما وویل چې له دې یادو سرتیرو څخه 10 زره روان کال او 23 زره به د راتلونکی کال تر اوړې خپل هیواد ته ستانه شی. په هغه مطبوعاتی خبرپاڼه کې چې دسپینې ماڼۍ له مطبوعاتی دفتر څخه نن وخت خبری آژانس ته را رسیدلې لیکل شوی چې ولسمشر نن د یوې ټلویزیونې وینا په پر مهال په امریکا کې وویل : « په 2014 کال کې به د امنیتی چارې د لیږ بهیر بشپړ شی او افغانان به دخپل هیواد امنیت پخپله را نیسی، وروسته له هغې چې امنیتی چارې افغان را نیسی زمونږ جنګی ماموریت د همکارۍ په ماموریت بدلیږی.» دښاغلی اوباما په وینا ، له افغانستان څخه ددوی د ځواکونو ویستل ددوی د قوت په معنا دی او القاعده شبکه اوس مهال په افغانستان کې ماتې سره مخ دی . د امریکاولسمشر زیاته کړه چې ، په افغانستان کې د پولیسو او ملی اردو روزنه روانه ده ،او دوی به په راتلونکی کې د امنیتی چارو د نیولو په موخه سمبال شی، او ددوی د پیاوړتیا وروسته به امریکا د سولې له پروسې سره یوځای شی. ښاغلی اوباما زیاته کړه ، چې سوله باید په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ راشی او کوم کسان چې د سولې له پروسې سره یوځای کیږی هغوی باید له وسله والو سره خپلې اړیکې پرې او له افغان دولت سره یوځای شی. هغه وویل چې ،له القاعدې او تروریستانو سره جګړه ډیرې ستونزې لری خو بیا هم په دې لاره کې باید ډیر کار وشی او افغان ځواکونه دې پیاوړۍ شی. هغه په دې اړه چې پاکستان باید څه وکړی وویل چې ،پاکستان باید پخپله خاوره کې له تروریستانو سره جګړه وکړی او هغوی له سیمې څخه هغه شان کوم چې یې ژمنې کړی وباسی. د می د میاشتې په دوه یمه نیټه کله چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امریکایی ځانګړو ځواکونو لخوا ووژل شو ،یو شمیر پاکستانی چارواکوو وویل چې ولی امریکا په خپل سر هلته عملیات کړی خو د امریکا ولسمشر وویل ،دا چې د امریکې ولسمشردی او متحده ایالات کله به هم دا ونه زغمی چې پاکستان د هغو کسانو د امن ځای وی چې پر امریکې بریدونه کوی. هفه زیاته کړه چې ، پاکستان په څیر بل هیڅ هیواد دومره د تروریستانو تر فشار لاندې ندی. دیادونې وړ ده چې ، اوس مهال خو او شا 100 زره امریکایی سرتیری په افغانستان کې شتون لری چې ددې شمیر د وتلو سره به د امریکایی سرتیرو شمیر 67 زره تنو ته ورسیږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.