خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/02 0:0کد خبر: 5797

د پارلمانی ټاکنود پایلو د جاج ځانګړې محکمې خپله فیصله اعلان کړه

د پارلمانی ټاکنود پایلو د جاج ځانګړې محکمې خپله فیصله اعلان کړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

دټاکنو په اړه جوړې شوې ځانګړې محکمې نن دخپلو څیړنو پایلې اعلان کړې او په سلګونو بریالی کاندیدان یې له لیست څخه و ایستل. د ځانګړې محکمې مشر د ولسی جرګې د درغلیو له څېړلو وروسته اعلان وکړ:« زموږ د پلټنو نتیجه ښیی چې د ولسی جرګې په اوسنی ترکیب کې به بدلون راشی، یوشمېر اوسنی غړی باید د درغلیو له کبله ووځی او پر ځای یې یوشمېر نور چې رایې یې پټې شوی دی ، جرګې ته لاره پیدا کړی. خاصې محکمې د ټولو هغو کسانو نومونه هم اعلان کړی چې په درغلۍ ولسی جرګې ته بریالی شوی دی.د هغوی په منځ کې د ولسی جرګې اوسنی رییس عبدالروف ابراهیمی او دوهم مرستیال احمد بهزاد هم شامل دی. د رایو د بیا شمېرنې له مخې د انتخاباتی سرغړونو د څېړنې د اختصاصی محکمې له خوا له هرات ولایت څخه پنځه تنه ولسی جرګې ته معرفی شوی دی چې په هغو کې نثار احمد فیضی غوریانی، زرین زرین، ناصر عطایی، وحید طاهری او معروف فضلی شامل دی. په کندوز ولایت کې درې تنه، نورالدین بیګ ، فضل کریم ایماق او رییس حسین خېل او په بدخشان ولایت کې هم درې تنه، څارنوال عبدالرووف، عبدالشکور واقف حکیمی او منیره بهارکی توانېدلی دی د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره ولسی جرګې ته بریالی اعلان شی. همداراز په تخار ولایت کې قاری محمد هاشم هیکل زاده او په سمنګان ولایت کې احمد خان سمنګانی، رییس خیرالله او محبوبه ګټونکی اعلان شوی دی. د ټاکنیزو درغلیو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې دغه کاندیدان باید د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لارې ولسی جرګې ته معرفی شی.څه موده وړاندې د ولسی جرګې یو شمېر غړو ویلی وو، کېداى شی، چې د دې محکمې د پرېکړې له مخې د جرګې نږدې 80 غړی د دې جرګې غړیتوب له لاسه ورکړی. خو تېره اونۍ د ولسی جرګې له سلو زیاتو غړو پرېکړه وکړه، چې که چېرې ځانګړې محکمه د ولسی جرګې یو غړى هم وباسی، نو هغوى ټول به جرګه پرېږدی او په لاریونونو به لاس پورې کړی. د ولسی جرګې د دویم پړاو ټاکنې د 1389 کال د وږی په 27مه نېټه ترسره شوې او پایلې یې د هماغه کال د مرغومی په درېیمه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې. خو لوى څارنوال دغه پایلې غیر مشروع بللې او ځانګړې محکمه تېر کال د مرغومی په لومړیو کې د سترې محکمې په وړاندیز او د ولسمشر کرزی په منظورۍ د ولسی جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د څېړنې لپاره جوړه شوه مخکینی خبر : دټاکنو په اړه جوړې شوې ځانګړې محکمې نن دخپلو څیړنو پایلې اعلان کړې او په سلګونو بریالی کاندیدان یې له لیست څخه و ایستل. محکمې پرېکړه وکړه، چې دغه کاندیدان د رایو د بیا شمېرنې او زیاتو رایو په ترلاسه کولو او د محکمې د پرېکړې له مخې ګټونکی بلل شوی دی. د ټاکنیزو درغلیو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې دغه کاندیدان باید د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لارې ولسی جرګې ته معرفی شی. څه موده وړاندې د ولسی جرګې یو شمېر غړو ویلی وو، کېداى شی، چې د دې محکمې د پرېکړې له مخې د جرګې نږدې 80 غړی د دې جرګې غړیتوب له لاسه ورکړی. خو تېره اونۍ د ولسی جرګې له سلو زیاتو غړو پرېکړه وکړه، چې که چېرې ځانګړې محکمه د ولسی جرګې یو غړى هم وباسی، نو هغوى ټول به جرګه پرېږدی او په لاریونونو به لاس پورې کړی. د ولسی جرګې د دویم پړاو ټاکنې د 1389 کال د وږی په 27مه نېټه ترسره شوې او پایلې یې د هماغه کال د مرغومی په درېیمه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې. خو لوى څارنوال دغه پایلې غیر مشروع بللې او ځانګړې محکمه تېر کال د مرغومی په لومړیو کې د سترې محکمې په وړاندیز او د ولسمشر کرزی په منظورۍ د ولسی جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د څېړنې لپاره جوړه شوه
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.