خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
له کوهاټ سره نزدې د طالبانو په حملې کې پنځه خصدار ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د پاکستان جنګ انټرنیټی سایټ راپورورکړ د خیبر پختونخواه صوبې له کوهاټ سره نزدې د وسلهوالو طالبانو په توغندوی برید کې پنځه خصدار مړه او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی د دغه راپور په اساس بیګا د کوهاټ پًه ایف آر جواکی سیمې کې وسله والو کسانو د خصداروپر یوه ګاډی برید وکړچې له امله ئې دغه کسان مړه اوژوبل شول البته وروسته حکومتی عسکرو هم پر وسله والو طالبانو ډزې وکړې خو د راپور په اساس هغوی له هغه ځایه په تښتې کې بریالی شول او دهغوی د احتمالی مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی له پیښې وروسته امنیتی مامورانو سیمه کلابند کړې خو د خبر تر مخابیره کیدا پورې څوک نیول شوی نه دی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.