خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/04/20 0:0کد خبر: 5968

جلال آباد کې دپاکستان بریدونو غندلو په موخه لاریون شوی

جلال آباد کې دپاکستان بریدونو غندلو په موخه لاریون شوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

دننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د پاکستان د توغندیز بریدونو د غندلو په موخه د افغانستان د ملی پیوستون د ګوند لخوا سوله ایز لاریون په لار اچول شوی. په لاریون کوونکو کې ښځې او نارینه شامل دی د پاکستان او امریکې پر ضد شعارونه ورکوی او پر افغان دولت باندې نیوکې کوی چې ددې بریدونو مخه نه نیسی. ایمل خان یوتن لاریون کوونکی چې د دواړو هیوادونو پر ضد یې شعارونه ورکوو وخت خبری آژانس ته وویل چې ، که افغان دولت د پاکستان د بریدونو مخه نشی نیولی نو دوی یې نیسی . هغه زیاته کړه چې ، تر اوسه پورې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو په پټه توګه لاس وهنه کووخو اوس په ښکاره توګه بریدونه کوی ، خو په مقابل کې افغان دولت غلی ناست دی . ایمل زیاته کړه چې ،پاکستان دې خبر وی که د افغانانو وینې په جوش راغلی نو تر اټکه به پاکستانی پوځیان په شاه وتمبوی. یوه ښځه چې په دې لاریون کې یې ګډون کړې وه د نوم نه ښودلو په شرط یې وخت خبری آژانس ته وویل چې پاکستان ته باید د پښتنې ښځې دا ټپه ور په یاده وی : «که د ځلیمانو پوره نه شو ، ګرانه وطنه جنکۍ به دې ساتینه .» یاده میرمن زیاته کړه چې ، افغانانو ته د پریدی د ماتی ښه چلونه ورزی ، که پاکستان خپل بریدونه ونه دروی نو افغانان به یو لوی پاڅون ته ملاوې وتړی. هغې زیاته کړه چې که پاکستان دا بریدونه ونه دروی نو دوی به له پاکستانی رسمی او غیر رسمی وګړی کوم چې په افغانستان کې میشت دی سره تند چلند وکړی. نوموړې له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه چې ددې بریدونو مخه دی ونیسی او که نه نور دوی ددې طاقت نلری چې د خپلوخویندو او وروڼو مړی دی وګوری. هغې خپل مخ لوڅ کړو او په ډیر ځغرده یې وویلې :«که بل څه نه وی خپل د وروڼو جامې خو به په مرچلو کې مینځو او هغو خو به را تشویقو چې پر دې غلام ملک باندې بریدونه وکړی.» یاد لاریون د جلال آباد په ښار کې نن اته بجې پیل او لاریون کوونکی وروسته بیا د پاکستان قونسلګری مخې ته را ټول شول. دا په داسې حال کې ده چې یاد حزب په کابل هم څو ورځې وړاندې یو سوله ایز لاریون کړی وو . دیاونې وړ ده چې د ددوو میاشتو را هیڅې د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدی سیمو خو او شا 850 توغندی توغول شوی . خو په کابل کې د پاکستان سفیر دا ټول ویناوې چې ګواګې ددوی پوځیان بریدونه کوی ردوی ، او د پاکستان لوی درستیز کیانی بیا له دې پیښې بی خبری څرګندوی. په ختیځو ولایتونو کې د سرحدی پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د کامدیش پر ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو دبریدونو رهبری د پاکستان پوځ په لاس کې وو چې ددې خبری د اثبات له پاره د هغو د آوازونو ثبت لری چې پاکستانی پوځیان د سرحدی پولیسو د پوستو د ویشتلو امرونه کوی. خو ځینې کار پوهان بیا په دې اند دې چې ځینې غربی هیوادونه غواړی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې خرابې کړی او دوی خپل ګټې په لاس راوړی نو په همدې موخه په سرحدی سیمو کې وسله والو طالبانو سره مرستې کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.