خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
طالبانو د احمدولی کرزی د وژنې پړه پرغاړه واخیسته

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
وسله والو طالبانو په خپله ویب پاڼه کې د خپل یوه ویاند قاری یوسف احمدی له خولې لیکلی، چې احمدولی کرزى د دوى د یوه ارتباطی تن لخوا وژل شوى دى.
احمدولی کرزى نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې پخپل کور کې ووژل شو.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه ارتباطی تن سردارمحمد نومېده او د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف اوسیدونکى و.
نوموړی زیاته کړې، چې وروسته سردارمحمد د کرزی د نورو ساتونکو لخوا وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو دغه پېښه د بدر عملیاتو د تر ټولو ستره لاسته راوړنه بللې ده.
د کندرهار د والی ویاند زلمی ایوبی هم د پېښې پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې احمدولی کرزى په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.