خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی:که داحمدولی وژنه دطالبان کار وی بیاهم دوی سره خبرو اترو ته چمتو یو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
افغان ولسمشر حامد کرزی وروسته له هغه چې احمدولی کرزی یې خاورو ته وسپاره په یوه غونډه کې وویل چې ،که چیرته وسله والو طالبانو د احمدولی کرزی په وژنه کې لاس هم ولری خو بیا هم له وسله والو سره خبرو اترو ته چمتو دی.
ولسمشر کرزی دغه وینا وی د مندیګګ په مانۍ کې زیاته کړه چې ،ددې پیښې لامل وسله وال طالبان ندی خو که وی بیاهم له دوی سره خبرواترو ته چمتو دی.
ولسمشر کرزی ، خپل بل کشری ورور شاه ولی کرزی یې د احمدولی کرزی پر ځای وټاکه.
شاه ولی کرزی چې په کندهار ولایت کې خلکو ته ډیر دپام وړ کس دی ،وروسته تر دې به د احمدولی کرزی چاری پر مخ وړی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبان دوه ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او قاری یوسف احمدی د احمدولی کرزی د وژنې پړه په غاړه واخسته .
طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خپر شوی خبرپاڼه کې لیکلی چې سردارمحمد نومی کس چې احمدولی کرزی یې وژلی ددوی له ملګرو څخه وو.
احمدولی کرزی تیره ورځ د کندهارپه ښار کې د خپل یو ساتونکی په واسطه چې سردار محمد نومیده په خپل کور کې ووژل شو.
دهغه مړی نن سهار 9 بجې دکندهار ولایت د دند ولسوالۍ د بالا کرز به کلی کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر په ګډون د کابینې غړی، د ولسی جرګې غړی،د ځینو ولایتونو والیان،قومی مشران او ځایی اوسیدونکی ګډون کړی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.