خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دناروې حمله کونکی دانګلستان له دفاعی اتحادیې سره په تماس کښې وو

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په ناروې کښې دبم چاودنې او ډزو په ارتباط نیول شوی تورن دانګلستان له دفاعی اتحادیې ای ډی ایل سره په تماس کښې وو .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دناروې دپولیسو لخوا نیول شوی سرزوری عیسایی اندرس بهرینګ بریویک وړاندې ویلی وو چې دانګلستان له دفاعی اتحادیې او له اسلام ضد او توکمپاله ډلې سره په تماس کښې وو .
سوشلسټ ورکر ورځپاڼې هم په یوې راپور کښې دانګلستان ددفاعی اتحادیې او ددغه شکمن کس ترمینځ دارتباط خبر ورکړی او ویلی یې دی چې هغه څو ځله ددغه ډلې له غړیو سره خبرې کړی دی .
دانګلستان ددفاعی اتحادیې غړی داسلام له پراختیا سره سخت مخالف دی .
ددغه راپور پراساس بریویک وړاندې په ځلونو په خپل ویبلاګ کښې دانګلستان ددفاعی اتحادیې ملاتړ کړی دی او حتی په ناروې کښې د داډول ډلې دجوړیدا غوښتنه یې مطرح کړی وه .
په ناروې کښې دیوه سرزوری عیسایی په جمعې ورځې بم چاودنې او ډزو کښې کابو دوه نوی کسان وژل شوی او له کبله یې اوه نوی کسان ژوبل شوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.