خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بهرنیو عسکرو کنړ کې دری ملکیان ووژل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان د ختیځ کونړ والی والی سید فضل الله واحیدی وویل وسلوالو مخالفینو د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پر پوځی اډې برید وکړ.
هغه زیاته کړه، چې توغول شوې مرمۍ پر نظامی اډې نه، بلکې اډې ته نږدې د خلکو پر کورونو لګېدلې دی.د والی په وینا، د یوې مرمۍ د لګېدو له امله د یوه کور څلور غړی، چې ملکی خلک و، ټپیان او روغتون ته رسول شوی دی.وحیدی وایی، چې له دغه برید وروسته د ایساف هوایی ځواک پر هغې سیمې بمبار وکړ، له کومه چې د دوى پر مرکز برید شوى واو د سیمې د اوسېدونکو پر کورونو یې بمبار وکړ.
د هغه په وینا د ایساف په هوایی برید کې درې ملکیان وژل شوی او یو ټپی شوى دى او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دی.د اسعد اباد د ملکی روغتون رییس ډاکټر فاروق وایی وژل شوی د تره زامن یې د وټه پور د لېسې زده کوونکی او غره ته د خس راوړلو په موخه تللی وو.تېره میاشت هم د ایساف ځواکونو له خوا په هلمند کې د یو شمېر ماشومانو په ګډون د 13 ملکی وګړو وژل شوی وو، چې وروسته ولسمشر حامد کرزی سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه، چې که ایساف د عامو وګړو د وژلو پېښې تکرار کړی، نو ولس به ورته د نیواکګرو په سترګه وګوری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.