خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/05/04 0:0کد خبر: 6151

د افغا نستان ولسی جرګې کرزی ته په پارلمان کې دبهرنیانو د لاسوهنو شکایت وکړ

د افغا نستان ولسی جرګې کرزی ته په پارلمان کې دبهرنیانو د لاسوهنو شکایت وکړ  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دافغانستان دولسی جرګې مشر عبدالطیف ابراهیمی دشورا له یوشمېر نوروغړو سره یوځای ولسمشر کرزی ته شکایت وکړ چې ځینی بهرنیان او سفارتخانې په افغان پارلمان کې لاس وهنه کوی . نوموړی وایی چې دا لاس وهنې دهیواد سولی او ورور ولی ته زیان او ولسی جرګه نوره هم دکړ کیچ لورته بیا یی پلاوی له ولسمشر کرزی سره دولسی جرګې پر روانو حالاتو خبری وکړې . ولسی جرګې د دې جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د څېړلو په موخه جوړه شوې ځانګړې محاکمه غیر قانونی بللې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. یادې محکمې 62 معترض کاندیدان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورپژندلی ووچې چې پر ځای یې اوسنی 62 غړی و ایستل شی. خو دغه پرېکړه ولسی جرګې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه ده منلې او ولسمشر حامد کرزی د ځانګړې محکمې له پرېکړې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د شپږ ماده ییزې طرحې د وړاندیز له مخې، دغه موضوع د استیناف محکمې ته وړاندې کړې ده. دغه راز ولسی جرګې څوڅوواره له ولسمشر څخه غوښتې، چې اوه سرپرست وزیران، د سترې محکمې درې غړی، چې د کار موده یې پوره شوې او د خپلواکو ریاستونو لپاره کاندیدان دې دغې جرګې ته د اعتماد د رایې د ترلاسه کولو په موخه معرفی کړی، خو حکومت، سره له دې چې څو ځلې یې ژمنه کړې، تر اوسه یې دغه کار نه دى کړى. که څه هم تېره ورځ پر دغه موضوع دولسی جرګې مشر عبدالطیف ابراهیمی او ورسه پلاوی له ولسمشر سره خبری وکړې خو موضوع پر دې راوګر ځیده چې په ولسی جرګه کې بهرنیان لاس وهنه کوی . دولسمشری له دفتره په خپرې شوې بیا نیې کې ویل شوی چې ولسمشر کرزی دولسی جرګې پلاوی ته ډاډ ورکړ چې دستونزو هواری ته به لار پیدا کوی او په ټینګار سره یې وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړی چې دهیواد سیاسی حالات ګډ وډ کړی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.