خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
احمدی نژاد :د غلیمانو هدف د سیمې د ملتونو ترمینځ داختلاف رامینځته کول دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د اسلامی ایران ولسمشر وویل غلیمان د سیمې د ملتو نو تر مینځ د اختلاف په رامینځته کو لو پسې دی .
ښا غلی محمود احمد ی نژاد د افغا نستان د پارلمان د کمیشنونو له مشرانو سره په کتنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو له پراختیا په ملاتړ سره وویل نن استعما ر پا ل او د دواړو هیوادونو غلیما ن په دې پسې دی چې دغه اړیکی سستې کړ ی ځکه پو هیږی چې په نړۍ د سلطې لپاره باید په مینځنی ختیځ سلطه ولر لې شی .
ښا غلی احمد ی نژاد د سیمې په هیوادونو په تیره بیا په افغا نستان ، پا کستان او عر بی هیوادونو کې د معد نو دیرو بډا یه سر چینو ته په اشا رې سره وویل استعما ر ګران پو هیږی چې د نړۍ ډیر شتمنۍ په دغه سیمه کې مو جوده ده او د دغې سیمې ملتو نه له هغو په استفا دې سره په نو رو له تکیې پرته خپله اړتیا پوره کو لې شی ، نو په دې وجه سلطه پا ل په یو ه تاریخی پروګرام سره د سیمې د هیوادونو د ابادولو او عمران په وړاندې خنډونه رامینځته کو ی .
د اسلامی ایران ولسمشر وویل اسلامی ایران د افغا نستان له پارلیما ن او حکو مت سره د هر ډول ملګر تیا لپاره چمتو دې .
په دغه کتنه کې همداراز د افغا نستان دکمیشنونو د مشرانو له لوری د افغا نستان د پارلیمان نښه ولسمشر احمد ی نژاد ته وړاندې شوه .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.