خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکادې دافغانستان شرطونه ومنی بیادې خبرې وکړی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
زمونږ خبریال له کابله راپورراکړدافغانستان ولسمشر حامد کرزی نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دملی بوځ اوپولیسود لوړروتبه افسرانوپه ټول کې وویل د بهرنیو عسکرودخپل سروحملو پآی ،په افغانستان کې ددغو عسکرو د شتون قانونی کیدا،دعامو خلکوکورونوته د بهرنیو عسکرو له ورتلواودهغوی دکورونوله لټولوډډه کول اوهم دبهرنیوعسکرود بندونوختمول،دکابل واشنګټن ترمینځ دسټراټیجیک تړون د لاسلیکولو خوره مهم شرطونه دی هغه ووئیل کابل واشنګټن تر اووسه پورې په دې باب هیڅ موافقې ته نه دی رسیدلی او امریکا هم په افغانستان کې د پوځی اډو پر جوړولو هماغه راز ټینګار کوی .
حامدکرزی همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان به د خپل وسله وال ځواک لګښتونه په غاړه واخلی خو دا کار هاله کېدلی شی چې افغانستان د خپلو کانونوله محصوله عاید ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ولس وخت په وخت پخپل هیواد کې د امریکائی اونورو بهرنیوعسکروپه شتون په اعتراض کې په بیلابیلو ښارونوکې مظاهرې کوی اوددغونیواکګرودوتلواودهغوی دبې رحمه بندونودختمولوغوښتنه کوی. دافغانستان ولسمشر پخپلوخبروکې افغان ځواک ته له بهرنیو عسکرو دامنیتی مسئولیتونو دمنتقلولو لومړنۍمرحلې دبشپړیداهرکلی و کړ او روښانه ئې کړه د افغانستان د امنیتی مسئولیتونو دبشپړمنلولپاره افغان ځواک بایدسنبال اوپیاوړی شی . هغه د افغانستان د امنیتی مسئولیتونومنل ددغه هیوادپه ملی حیات کې مهم ګام وبالهّ او وې ویل افغان امنیتی ځواک ددغه هیواد دامنیت د تامینولو او امنیتی مسئولیت د منلوتوانمنی ترلاسه کړې ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.