خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دافغانستان او تاجکستان دبهرنیو چارو دوزایرانو ترمنځ لیده کاته

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر زلمی رسول چې په یوه څلور ورځنی سفر تاجکستان ته تللی وړمه شپه یې له خپل تاجکستانی سیال خان ظریفی سره خبراترې اولیده کاته وکړل .
پدې لیدنه کې دواړو لور و ،دافغانستان ، سیمې اومرکزی اسیا دوروستیو بدلونونوترڅنګ دغه راز ددواړو هیوادونوترمنځ په بیلابیلو سیاسی، اقتصادی، او اجتماعی برخوکې یې داړیکو په پراخی باندې ټینګاروکړ.
که څه هم چې ددې دواړو دیپلوماتونو دخبرو له موضوع څخه یوه هم داقتصادی او سوداګریزو مرستیا ؛پراختیا وه خو حقیقت کې مهم دمخکې شرطونو شتون دی چې دا مهال د ا وړاند شرطونه نشته .
نوځکه یې دکابل اودوشنبې ترمنځ داړیکو دځواکمنتیا زمینه کمزورې کړېده .
په افغانستان کې دبهرنیو پوځیانوشتون ،له ترهګری سره دهغه دمقابلې کولو ناتوانی، په افغانستان کې دناامنیو ترڅنګ دطالبانو دزیات فعالیتونه اوددې ناآمنیو دلمنې تاجکستان ته دورغځېدل دکابل او دوشنبې ترمنځ داړیکود پیاوړتیا پروړاندې پرتې ستونزې او خنډونه دی .
له دې سره سره داسې مسئلې هم شته چې افغان او تاجیک چارواکی هیله مند دی چې وکولای شی ددواړو هیوادونوداړیکوپه پیاوړتیا کې مرسته وکړی .
له نشه یی توکو سره مبارزه دافغانستان له شمال څخه دتاجکستان خاورې ته دافراطی ډلو نفوذ هغه موضوع ده چې ددواړو هیوادونو چارواکی له یوبل سره دامنیتی مرستو ترسره کولو ته هڅوی .
له دې سره چې دافغانستان او تاجکستان په پوله کې له ماینونوڅخه دځمکې دپاکولوپه برخه کې ګډه پانګونه دهغو موضوعګانو له ډلې څخه ده چې کولای شی ددواړو هیوادونوترمنځ دمرستوپه پیاوړتیا کې مرسته وکړی .
له بلې خوا له اقتصادی پلوه تاجکستان هیله مند دی چې دراغون بند په جوړولو اوداوبو دبرښنا په برخه کې دخپلې توان دزیاتوالو په برخه کې نه یواځې داچې خپلې اړتیا وې دانرژی له لارې پوره کړی بلکه نورو هیوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ته دانرژی په صادرونکی بدل شی .
پدې کې شک نشته چې افغانستان او تاجکستان کولای شی ددوی اړیکو دپراختیا پروړاندې له پرتو ستونزو سره سره دغې موخې ته ورسیږی خو دا به حقیقت پیدانکړی خو هغه مهال شونی ده چې ددواړو لورو تګلاره ددواړو هیوادونو دملی ګټو په خوندی کولو او په هغه کې دامنیت راوستلو په برخه کې هراړخیزه مرستی وکړی .
داپداسې حال کې ده چې ځنی سیاسی ټولنې ددې دواړو هیوادونوترمنځ روانې چارې ددې دواړو هیوادونودپریکړې او تصمیم نیولو په برخه کې دبهرنیو لاس وهنه بولی .
دتاجکستان او امریکا داړیکو ښه والی اودغه راز له افغانستان څخه دامریکایی عسکرو دوتلو دموضوع طرحې چې ددوشنبې او واشنګټن په اړیکوکې یې ښه والی راوستلی کولای شی چې له افغان چارواکوڅخه دتاجکستان له لوری دهرکلی له دلایلو څخه وی .
دامهال چې څارونکی باوری دی چې له پردیو عواملو پرته سیمه ییز کړچار کیدای شی چې دهیوادونو ترمنځ دسیاسی ، اقتصادی ، ټولنیز امنیت او حتې دسیمه ییزو مرستو دپراختیا په برخه کې اغیزمن وی .
شاید له همدې امله وی چې دافغانستان دبهرنی چارو وزیر له خپل تاجکی سیال سره په خبرو اترو کې دې موضوع ته هم سترګه ورواړوله او یوځل بیا یې دافغانستان له لارې دتاجکستان او ایران دریل په پټلی باندې ټینګار وکړ
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.