خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د لیبیا رژیم نسکور شوی ، خو د قذافی درک نشته

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د لیبیا حکومت نسکور شو او دچارو واګی دمعمرالقزافی مخالیفینو په لاس کې واخیستې .
مصطفی عبدالجلیل ، چې دلنډمهاله ولسی ادارې مشر دی وایی دمعمر القذافی زوی سیف الاسلام او الساعدی نیول شوې دی او بل زوی محمد اکبر یې ځان تسلیم کړې دی او خپله وسله یې انقلابیانو ته تسلیم کړې پردې سربېره هغه لواء ،چې دنده یې دمعمر القذافی ساتنه وه خپله وسله غورځولې ده او تسلیم شوې دی او دمعمر القذافی برخلیک ناڅرګند دی . په طرابلس کې دښار په مرکزی برخه کې زرګونه کسان راغونډ شوی دی او جشن لمانځی . دښار په څنډه کې لویه پوځی اډه هم انقلابیانو نیولی او 95 سلنه ښار هم د انقلابیانو په لاس کې دی .
دښار کنټرول داپوزیشن په لاس کېدی خو ځینی دولتی ودانۍ لا اوس هم پاتې دی .
له بلې خوا تېره شپه دلیبیا حکومتی ویاند موسا ابراهیم په طرابلس یوه بېړنی خبری کانفرانس کې وویل چې په تېرو 12 ساعتونو کې په لیبیا کې دناټو ځواکونو او یاغیانو په بریدونو کې (1300) کسان وژل شوی او تر(5000) پنځه زره زیات ټپیان دی .
خو په سیمه کې په کاربوخت خبریالان وایی چې ښایی مرګ ژوبله تر دې څوچنده زیاته وی .
دلیبیا پلازمینه طرابلس نن سهار مهال د ولسی پاڅون پر لاس سقوط کړی دی او د طرابلس په زرګونو استوګن دخوشالې او ددې تاریخی ورځې دلمانځنې په موخه لارو کوڅو ته راوتې دی .
له انقلابیانو سره مل خبریالان وایی تر اوسه دمعمر القذافی دپلویانو له اړخه دمقاومت هیڅ نښه نه لیدل کیږی ناټو خبر ورکړې دې دمعمر القذافی نظام ړنګ شوې او نور هیڅ شتون نه لری .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.