خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/05/31 0:0کد خبر: 6446

د لیبیا رژیم نسکور شوی ، خو د قذافی درک نشته

د لیبیا رژیم نسکور شوی ، خو د قذافی درک نشته  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لیبیا حکومت نسکور شو او دچارو واګی دمعمرالقزافی مخالیفینو په لاس کې واخیستې . مصطفی عبدالجلیل ، چې دلنډمهاله ولسی ادارې مشر دی وایی دمعمر القذافی زوی سیف الاسلام او الساعدی نیول شوې دی او بل زوی محمد اکبر یې ځان تسلیم کړې دی او خپله وسله یې انقلابیانو ته تسلیم کړې پردې سربېره هغه لواء ،چې دنده یې دمعمر القذافی ساتنه وه خپله وسله غورځولې ده او تسلیم شوې دی او دمعمر القذافی برخلیک ناڅرګند دی . په طرابلس کې دښار په مرکزی برخه کې زرګونه کسان راغونډ شوی دی او جشن لمانځی . دښار په څنډه کې لویه پوځی اډه هم انقلابیانو نیولی او 95 سلنه ښار هم د انقلابیانو په لاس کې دی . دښار کنټرول داپوزیشن په لاس کېدی خو ځینی دولتی ودانۍ لا اوس هم پاتې دی . له بلې خوا تېره شپه دلیبیا حکومتی ویاند موسا ابراهیم په طرابلس یوه بېړنی خبری کانفرانس کې وویل چې په تېرو 12 ساعتونو کې په لیبیا کې دناټو ځواکونو او یاغیانو په بریدونو کې (1300) کسان وژل شوی او تر(5000) پنځه زره زیات ټپیان دی . خو په سیمه کې په کاربوخت خبریالان وایی چې ښایی مرګ ژوبله تر دې څوچنده زیاته وی . دلیبیا پلازمینه طرابلس نن سهار مهال د ولسی پاڅون پر لاس سقوط کړی دی او د طرابلس په زرګونو استوګن دخوشالې او ددې تاریخی ورځې دلمانځنې په موخه لارو کوڅو ته راوتې دی . له انقلابیانو سره مل خبریالان وایی تر اوسه دمعمر القذافی دپلویانو له اړخه دمقاومت هیڅ نښه نه لیدل کیږی ناټو خبر ورکړې دې دمعمر القذافی نظام ړنګ شوې او نور هیڅ شتون نه لری .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.