خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچنی اختر لمونځ ادا شو

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د کوچنی نېکمرغه اختر لمونځ په پوره ډاډ او له کومې امنیتی پېښې پرته ادا شو .
د کابل ښار اوسېدونکی د کابل د عیدګاه ، پل خشتی ، وزیرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سیمو کې جوماتونو ته ولاړل او د کوچنی اختر لمونځ یې اداکړ .
ولسمشر حامد کرزی ، له یو شمېر جهادی مشرانو، د کابینې له یو شمېر غړیو او د ملی شورا له غړیو سره په ارګ کې د کوچنی اختر لمونځ ادا کړ.
د زیاتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ویناوو کې ددې ورځې د فضلیت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنیت لپاره دعاوې وکړې.
په پل خشتی جومات کې د اختر له لمانځه وروسته یوتن لمونځ کوونکی محمد کریم پژواک اژانس ته وویل چې کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراری واى .
نوموړی په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلی او د نن په څېر دې یو بل ته د تل لپاره لاس ورکړی .
د حبیب په نامه یوتن پژواک اژانس ته وویل چې اختر یوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتیا له دې مبارکې ورځې خوند اخلی .
هغه زیاته کړه : (( خداى دې وکړی چې په هېواد کې سوله راشی او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوی .))
دغه راز د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په عید ګاه، بزازۍ ، سپین جومات او نورو لویو جوماتونو کې هم زرګونو کسانو د کوچنی اختر لمونځ ادا کړ.
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی قاری نجیب الله ، چې په عید ګاه کې یې د کوچنی اختر لمونځ ادا کړى و، پژواک ته وویل : (( که څه هم په جلال اباد ښار کې د نا امنیو وروستیو پېښو خلک اندېښمن کړی وو، خو شکر دى نن امنیت دى او خلکو په ډاډه زړه د اختر لمونځونه ادا کړل.))
همدرانګه د کندهار ښار په عیدګاه، د هرات په مرکزی جامع جومات، د مزار شریف په روضې جومات او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.
د کورنیو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټینګو امنیتی تدابیرو د نیولو خبر ورکړى او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.