خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ولسمشرکرزی یوځل بیا وسلوال مخالفین سولې ته راوبلل

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
ولسمشرحامدکرزی د اختر له لمانځه څخه وروسته یوځل بیا له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځاى او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړی .
نن د وږی په 8 مه، په ټول هېوادکې د نېکمرغه کوچنی اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.
ولسمشرحامدکرزی دکوچنی اختر لمونځ د ارګ په جومات کې دکابینې او ملی شورا له یو شمېر غړیو، جهادی شخصیتونو او لسګونو نورو قومی مشرانو او مخورو سره ادا کړ.
په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، دویم مرستیال محمد کریم خلیلی ، د سولې دعالی شورا رییس پرو فیسور استاد برهان الدین ربانی، قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمی، دمشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار، جهادی مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، دکابینې او ملی شورا ځینو غړو، جهادی مشرانو، دعالمانو دسراسری شورا رییس مولوی قیام الدین کشاف، د کابل ښارمخورو ، په کابل کې د اسلامی هیوادونو ځینو سفیرانو او د وسلوال پوځ یو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله .
ولسمشرکرزی د لمانځه له اداء کولو وروسته ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې د اختر ورځ په ټوله اسلامی نړۍ کې په خوښۍ سره تېره شی .
همدارنګه نوموړی وویل چې له دېرشو کلونو راهیسې په یو او بل نوم افغانستان د جګړې په اور کې سوځی .
هغه زیاته کړه : (( زه یوځل بیا په دې مبارکه ورځ له خپلو ټولو هغو وطندارانو څخه ، چې د پردیو اسلحه یې په اوږه ایښې او خپل هېوادورانوی، د خپل ولس بچی تر پښو لاندې کوی ، غواړم چې د سولې او د خاورې د خدمت لاره خپله کړی، په دې خاورې ظلم پرېږدی او خدمت ورته وکړی.))
دغه راز هغه زیاته کړه : (( خداى تعالى دې ټول افغانستان ته په هرګوشه کې ددې خاورې هرې کورنۍ ته هغه سعادت ور په برخه کړی، چې ټول انسان یې ارزو کوی .))
کرزی له ځوانانو وغوښتل چې د زده کړې لار خپله کړی او زیاته یې کړه : (( افغانستان یواځې او یواځې د موږ د هېواد د ځوان په لاس ابادېدلى شی ، نو هیله لرم چې زده کړې وکړی ، پرمختګ وکړی او ځانونه د مسلک لوړو پوړیو ته ورسوی ، ترڅو خپله خاوره اباده کړی .))
دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشرکرزی له دې مخکې هم د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفینو د سولې له بهیر سره د یوځاى کېدو غږ کړى دى .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.