خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکا پرضد لاریونونه وشول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د پرس ټی وی خبری چینل د رپوټ له مخې په کراچۍ کې په زرګونو خلکو د امریکا پرضد لاریونونه وکړل او ددې هېواد د تېری ګرۍ او پراختیا غوښتنې پر سیاستونو یې اعتراض وکړ او له واشنګټن څخه یې خپله کرکه په ډاګه کړه.
د پاکستان د جمعیت اسلامی ګوند په امریکا کې د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقی دزندانی کېدو د ورځې په مناسبت په کراچۍ کې ددې ګوند پلویانو لاریونونو ته رابللی او په واټونو کې یې پراخ لاریونونه ترسره کړل.
عافیه صدیقی د امریکا د اف بی آی مامورینو د ځایی چارواکو په مرسته په 2003 میلادی کال کې په کراچۍ کې ونیول شوه او امریکاته یووړل شوه.
د امریکا منتن محکمې عافیه په افغانستان کې د امریکایی افسرانو د وژل کېدو د هڅې په تور په 86 کاله بند محکومه شوې ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.