خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
که لویدیځ قدرتونه په افغانستان کې سوله غواړی باید ددغه هیواد اساسی قانون ته درناوی وکړی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان ولسمشر وویل د امریکاحکومت په افغانستان کې د طالبانو له نسکوریدو وروسته د ازادی غوښتنې په بهیر کې د افغانانو هڅې بې لارې کړې دی.
ښاغلی حامد کرزی له اینډیپنډنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې له خپلې لارې د ازادی غوښتنې د بهیر په غړولو کې د امریکا د رول په سپړولو سره ، د ملکیانو په وژلې او د بهرنیو شرکتونو په مالی فساد استناد وکړ او وې ویل د سپینې ماڼۍ دغه ډول سیاستونه په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې د فسادی تړونونو د زیاتیدو سبب شوې دی .
ښاغلی کرزی ټینګار وکړ: که لویدیځ قدرتونه په افغانستان کې د سولې راوستل غواړی باید د دغه هیواد د اساسی قانون درناوی وکړی او د دغه هیواد په کورنیو چارې کې دې لاسوهنه نه کوی.
د افغانستان ولسمشر همداراز په دغه هیواد کې قومی ډول ډول والی ته په اشارې سره وویل د کابل حکومت د قدرت په ډګر کې د ټولو قومانو شراکت غواړی.
ده وویل چې له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له پاکستان چین او هند سره دوستانه اړیکی په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګیدو کې مهم رول لرلی شی.
ښاغلی کرزی همداراز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د خپل سرو عملیاتو په ختمیدو تینګار وکړ.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.