خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان اوپاکستان کې دجهاد مدعیان دامریکاداستعماری ستراتیژی لپاره لاره آواروی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
زمونو دخبریال دراپور په اساس داسې ورځ نشته چې په افغانستان اوپاکستان کې بې ګناه ملکیان له یوې خوا دجهاد دمدعیانواوله بلې خوا دافغانستان دنیواک ګرو لخوا نه وژل کیږی، ولې تیره سه شنبه داسې یوه ورځ وه چې له یوې خوا په پلازمینې کابل کې دافغانستان پخوانی ولسمشر او دسولې دعالی شورا رییس په یوه ترهګریز ځانمرګی برید کې ووژل شول او بل خوا هغه یو شمیر مسافر چې دپاکستان دله کوېټې ښارڅخه ایران ته دامام رضا(ع) دزیارت کولوپه موخه دایران مشهد ښارته په یوه ملی بس موټرکې روان وو چې د کویټی او تفتان په لاره مستونګ سیمه کې د اوسنی وخت دمعلومو ترهرګرو دلشکرجهنګوی دپردیو دګوډاګیانو لخوا ودرول شول او یو یو دغه مسافر له ملی بس څخه ترکښته کولو وروسته شاوخوا دیرش کسان په بې رحمانه ډول په مرمیو ووژل شول .
درسول اکرم (ص) دکورنی زیارت کونکی پرکسانو دالومړی ځل ندی چې په پاکستان او عراق کې پرې داډول بریدونه ترسره کیږی تردې څو ورځې وړاندې هم 22 تنه عراقی زیارت کونکی چې سوریې ته په لاره وو دلشکرجهنګوی دهم نظره او عقیدې ترهګرو لخوا چې همغه وهابیان دی پرې برید وشو او شهیدان کړل شول .
داهمغه کرښه ده چې دری پیړی وړاندې دانګلیس هامفرجالوس لخوا دنجدکورنی دمحمد عبدالوهاب په نامه کس ته ورپیچکاری شوه چې موخه یې له پیغمبر ، دهغه له کورنی اوددې کورنی له روزنې دمسلمانانو لرې اوګوښه کول دی ،
دوهابیت ډله هم له همدې څخه سرچینه اخلی او اوس دادی دری پیړی کیږی چې انګلستان غواړی چې له دې ډلې څخه په ګټې پورته کولوسره دمسلمانانوپه منځ کې دنفاق په اچولو او له اسلامی تعلیماتوڅخه دمسلمانانوپه لرې کولو کې غواړی .
دغه راز له سعودی عربستان څخه راپورونه وایی چې پدې هېوادکې آل سعود هڅه کوی چې له دپیغمبر اکرم ص مبارک زیارت له نبوی جومات څخه بل ځای ته انتقال کړی لکه څنګه یې چې دعثمانی امپراطوری له منځه تلو وروسته یې دپیغمبر ص اصحابو اوامامانو زیارتونه ویجاړکړی دی خو دافغانستان دسولې دعالی شورا دمشر پروفیسور برهان الدین ربانی دترور په اړه باید وویل شی چې نوموړی په خټه تاجک اویوملی شخصیت وو چې دنوموړی دمعتدل والی او ټولو قومونوته په یوې سترګې کتو له امله ټولو ته دقدر وړؤ چې دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامدکرزی له همدې امله نوموړی دسولې دعالی شورا درییس په توګه ټاکلی ؤ اونوموړی دټولو میشتو افغان قومونو اوټبرونوپه منځ کې دیوه پله حیثیت درلود چې داکار دافغانستان او اسلام ددښمنانو لپاره دمنلو وړنه ؤ.
همدغه راز دنوموړی دله منځه وړلوپه موخه دښمنان غواړی چې دافغانستان دسولې دلړی پروړاندې خنډونه رامنځته کړی ځکه چې په افغانستان کې سوله ددوی په ګټه نه ده اودغه دښمنان غواړی چې په افغانستان کې جګړه وی اوپدې هیواد کې داوږدې مودې پاتې کېدو لپاره یې پلمه جوړه وی .
نه یواځې داچې باید دافغانستان په هره برخه کې دامریکا لخواددې هېواد په هره برخه کې دغه کړه ایز او ځنځیری تاوتریخوالی دستراتیژیک تړون دلاسلیک کولو په موخه دباو ونه بولو نرڅو پدې وسیله له یوې خوا دامنیت په راوستلو کې افغان دولت کمزوری وښیی او بلې خوا دجهادی څیروپه له منځه وړلو سره په افغانستان کې دخپل اوږمهال پاتې کېدو لپاره لاره هواره کړی .
خو دافغانستان ملت له هغه ډیر هوښار، صبرکونکی او میړنی دی چې دښمن یې فکرکوی .
دښمنان بایدپوه چې افغانستان تراوسه پورې ددوو لویو قدرتونو په 19 میلادی پیړی کې دانګریزانو اوپه 20 میلادی پیړی کې دپخوانی شوروی هدیره دی ،
او دا ځل ننی دښمنی پدې هدیره کې دځان لپاره په خپلو لاسونو قبرکیندلی دی .
دیادولو وړده چې دښمن افغانستان ته لښکر کشی وکړه اونشی کولای چې خپلو موخوته ورسیږی دافغانستان او پاکستان دتجزیز پلان یې جوړ کړی دی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.