خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/09 0:0کد خبر: 7337

په امریکا کې د نیولو غورځنګ په وړاندې ګواښونه

په امریکا کې د نیولو غورځنګ په وړاندې ګواښونه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په امریکا کې د نیولو د غورځنګ له پیله د 40 ورځو په تیریداسره، دغه پراخ خوځښت له طبیعی او غیر طبیعی ګواښونو سره مخ شوی. له یوې خوا د امریکا په شمال ختیځ کې د ژمی رسیدا د معترضینو شتون سخت کړی، او له بلې خوا پولیس هم هره ورځ تاوتریخوالی زیاتوی او په بیلابیلو پلمو اعتراض کونکی نیسی. امنیتی ځواکونه ددغه هیواد د وا کمن الیګارشی مالی سیاست د ملاتړ په توګه په بیلابیلو رودو هڅه کوی چې اعتراض کونکی له خپلو غوښتنو وغړوی، او وې ځپی. په عین حال کې داسې ښکاری چې ژمی او د پولیسو تاوتریخوالی، د یو فیصدی واکمنانو په خلاف په داعتراض کونکو په ارادې کې چندانې بدلون نه دی را وستی . د امریکا د نیولو غورځنګ چې په موجودو شرایطو اعتراض دی، د سیاستوالو په مالی فساد او توپیر ، بې عدالتۍ او د شتنمنو په زیات غوښتنو کې جرړه لری. رسمی شمیرنې ښیی چې په دریو لسیزو کې دامریکا طبقاتی واټن څو برابره شوی او شتمن ، لا شتمن خو بې وځلی هم لا بې وځلی شوی دی . په دې منځ او مان کې دامریکایی کمپاینونو او شتمنو کسانو ته مالیاتو ډول ډول معافول، په داسې حال کې چې په میلیونونه امریکایان د مالیاتو په ورکولو کې زیاتې ستونزې لری ، عمومی غصه لا زیاته کړې ده. دغه پیښې په داسې حال کې دی چې دوال ستریټ مهم مدیران، د امریکا او نړۍ د مالی کشالې اصلی عوامل دی،د عمومی بې وځلۍ په وخت، په سلګونه میلیونه ډالره تنخواه او اضافی پیسې تر لاسه کوی. دامریکا په مالی بازارونو د دقیقې څارنې نه شتون، د قمارخانه ای پانګوال په نامه د پانګوال نظام نوی ډول نندارې ته وړاندې کړی . دامریکا مالی اشرافیت یا د سیاستوالانو ګمارل، داسې قوانین تصویب کوی چې په لومړی ګام کې د شتمنو ګټې تامینوی. د ډیرو لږو سترو شتمنو کسانو په لاس د امریکا د شتمنیو بې مخینې تمرکز، دوی ته ا جازه ورکوی چې په انتخباتو کې د سلګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره د خپل د خوښې کسان سپینې ماڼۍ یا کنګرس ته داخل کړی او دغه کسان له کاری موقعیت او دقوانینو له برابرولو،په ناوړې استفادې سره، د خپل وضعیت د پیاوړتیا لپاره فعالیت وکړی. البته تاریخی شواهد ښیی چې د بې عدالتۍ، فساد او توپیر په اساس دټولنو اداره کول، د تل لپاره امکان نلری، او خلک به ژر یا لږ وروسته، د دغو ګډوډیو په خلاف پاڅون وکړ ی. په دې منځ او مان کې هر څومره چې ځپنه سخته شی، اعتراضونه هم لا رادیکاله کیږی. او د اصلاحاتو اجر هم سختیږی. له دې کبله ښایی په امریکا کې د قهر قوه، د ژمی په مرسته د نیولو د غورځنګ لومړنی شور اوشوق کم کړی، خو داعتراضونو جرړې، دتل لپاره نشی نابودولی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.