خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/11 0:0کد خبر: 7372

یو شمېر ترکی شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دی

یو شمېر ترکی شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

لسګونو ترکی نړیوالو شرکتونو په افغانستان کې د مسو، ګاز او سروزرو د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده. دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهرانی د لړم په 10مه، د ترکیې په استانبول ښار کې له پژواک خبری اژانس سره په یوه لنډه مرکه کې وکړې. شهرانی زیاته کړه، چې د ترکیې داسې شرکتونو په افغانستان کی د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې، چې په لیبیا، عراق، ازربایجان او قزاقستان هېوادونو کې د ګازو او کانونو د انکشاف په برخه کې ډېرې تجربې لری. ده د یادو شرکتونو نومونه یاد نه کړل، خو زیاته یې کړه، چې دغه شرکتونه اوچت تخنیکی او مالی امکانات هم لری. هغه وویل، چې افغان چارواکو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه په استانبول کې ترکی او پاکستانی پانګوالو ته معلومات ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د شهرانی د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کانونو وزارت غواړی چې د ډسمبر په 6مه په افغانستان کې دوه د سروزرو او درې د مسو لوى کانونه نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړی. هغه ونه ویل، چې دغه کانونه د افغانستان په کومه سیمه کې موقعیت لری. تېره ورځ په استانبول کې د انډپنډنټ انګلیسی ورځپاڼې مشر لبیدوف هم له ولسمشر حامد کرزی سره په کتنه کې وویل، لېوال دى، چې په افغانستان کې هوایی شرکت جوړ کړی او په ودانیزو چارو کې هم پانګونه وکړی. د افغانستان ولسمشر د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د لړم په نهمه د افغانستان، ترکیې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللى دى. تېره ورځ په استانبول کې د ولسمشرانو درې اړخیزه غونډه او د یادو هېوادونو د لویو درستیزانو او کورنیو چارو د وزیرانو ځانګړې غوڼدې ترسره شوې. ټاکل شوې، چې د استانبول د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس د سیمې او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د امنیت د ټینګښت په لاره کې د همکاریو د پراختیا لپاره د باور فضا د پیدا کېدو په موخه نن (د لړم 11مه) په استانبول کې جوړ شی. په دغه کنفرانس کې به امریکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د 15 هېوادونو استازی ګډون وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.