خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دودیزه لویه جرګه پیل شوه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو او د دولت له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو پر میکانیزم د مشورو په موخه، په کابل کې دودیزه لویه جرګه پیل شوه.دغه جرګه په داسې حال کې، چې په کابل ښار کې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی او عمومی رخصتی اعلان شوې، نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې پیل شوه او ټاکل شوې، چې څلور ورځې دوام وکړی.
په دې جرګه کې د هېواد له ټولو ولایتونو شاوخوا دوه زره تنه، قومی مشران، دینی عالمان، د ولایتی شوراګانو 30 سلنه او د ملی شورا ډېرى وکیلان غړیتوب لری.
د افغانستان د کابینې غړی او د ځینو هېوادونو استازی په دې جرګه کې د مېلمنو په توګه برخه لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.