خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/28 0:0کد خبر: 7560

لویی جرګې په مشروط ډول ستراتېژیک تړون په 76مادو سره تصویب کړ

لویی جرګې په مشروط ډول ستراتېژیک تړون په 76مادو سره تصویب کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

ددغه تړون تر ټولو مهم ټکی دادی چې امریکا یان به په افغانستان کې دلسو کلونو لپاره پاتې کېږی ،خو دا به دستراتېژیک تړون تمدیدونکې برخه وی . دتړون یوه بله مهمه برخه داده چې امریکا یان به دخلکو پر کورونو باندی چاپې نه وی او که ضرورت وو نو دافغان عسکرو سره په شریک ډول دا څه کولای شی . امریکا یان به دجنایت یا جرم کولو پر وخت په افغانستان کې محاکمه کېږی . افغانستان باید په ملګر ملتونو کې له اوم فصل نه شپږم فصل ته راوړل شی . په دغه مادو کښې راغلی دی که چیرې امریکاپه افغانستان کې نظامی اډې ولری ،دګاونډیانو په خلاف به هیڅ ډول ګام نه اخلی ، امریکا به په افغانستان د حملې په بڼه کښې له دغه هیواده بشپړ ملاتړ کوی . ددغه تړون له مخې امریکا به له افغانستان سره بشپړه مالی مرسته کوی او دپوخ اوپولیسو په روزلو کې به ځان نه سپموی . همدغه راز لویی جرګې په افغانستان کښې د سولې د ټینګولو لپاره له وسله والو مخالفانوسره د خبرو اترو د دوام غوښتنه و کړه . دا په داسی حال کې دی چې دلویی جرګې په تالار کې افغان ولسمشر حامد کرزی په خپله وینا کې دلویی جرګې له لوری دتصویب شوی ستراتېژیک تړون له ټولو پرېکړو او وړاندیزونو څخه په بشیړه توګه ملاتړ اعلان کړو او ویې ویل چې دجرګې له لوری په تصویب شوی تړون کې دخبرو کولو لپاره ځای نه دی ورپاتې . نوموړی پر افغان رسنیو غږ وکړو چې دستراتېژیک تړون مصوده دی په پښتو ،دری او دهیواد په تولو ژبو تر افغانانو پوری ورسوی . ولسمشر کرزی وویل چې افغان لویی جرګې داسی یو ستراتېژیک تړون وړاندیز کړی دی چې په هغه کې دګاونډیانو لپاره هم شرایط شته او بهرنیو ځواکونو ته هم دا ویل شوی دی چې زموږ له هیواده به پر نورو هیوادونو بریدونه نه کوی. موږ غواړو چې په خپله خاوره کې سوله یز ژوند وکړو . افغانان نه غواړی چې دزرګونو کلونو اوسېدلو ګاونډیانو سره ناسمی اړیکی ولری . کرزی وایی چې موږ زرګونه کلونه نور هم له خپلو ګاونډیانو سره سم ژوند کول غواړو . هغه وویل چې ننی پرېکړه لیک چې په لویه جرګه کې وړاندی شو خورا مهم دی ، چې دا پرېکړی دهیواد او خلکو په ګټه دی . د دغه ر اپور له مخې نن د ولسی جرګی په څلورمه ورځ او وروستۍ ورځ ددغه جرګې مشر صبغت الله مجددی ویناوکړه او له دې وروسته د دې جرګې عمومی غوڼده پیل شوې اود څلویښتو کمیسونونو مشرانو له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو او د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون په اړه د خپلو خبرو اترو او بحثونه لنډ راپورونه وړاندې کړل . د افغانستان د لویی جرګی منشی محمدعلم ایزدیار په دغه غونډه کښې وویل په لویه جرګه کښې ړ خبرو اترو پایلې د یولیک په چوکاټ کښې ددغه هیواد ولسمشر ته ورکول کیږی. د لویی جرګی غړو ددغه جرګی په وروستۍ ورځ ، د افغانستان د ملی واکمنۍ ساتل ، د افغانانو دودونو او سنتی او مذهبی ارزښتونو ته درناوې ، د ګاونډیو هیوادونو د ګواښلو او یا په هغوئ د حملې لپاره د افغانستان د خاورې نه کارول او د بهرنیو عسکرو د خپل سرو حملو ودرول د کابل او واشنګټن د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو لپاره لازم شرطونه وبلل . د افغانستان او امریکا د پخوانیو تړونونولغوه کیدل چې ددغه هیواد له ملی ګټو سره ټکر لری ، د افغان ځواکونو روزل او سمبالول ، د کابل له حکومت سره د موازې ادارو له مینځه وړل ، د بهرنیو عسکرو د بندونو تړل ، او په افغانستان کښې د امریکایی مجرمانو محاکمه کول ددغه ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو لپاره شرطونه دی . دا لویه جرګه چې د تیری چهارشنبې په ورځ پیل شوه، په کې له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون او له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو مساله څیړل کیږی چې له دوه زرو زیاتوکسانو پکې برخه درلوده
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.