خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فراه کې د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ نښته

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په فراه ولایت کې د تېرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دغه خبره د یاد ولایت د امنیه قوماندان محمد فقیر عسکر کلید ته د ټلیفون پر لیکه وکړه او ویې ویل، چې دغه نښته د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په سرو اوبو سیمه کې پیل شوې، تر دا دمه دوام لری.
عسکر زیاته کړه، په دې نښته کې د ملی اردو ا و پولیس ترڅنګ بهرنی سرتیره هم برخه لری، چې په وینا یې، هلیکوپترې یې د هوا له لارې مرسته کوی.
نوموړی په جګړه کې دواړو غاړو ته اوښتى زیان په ګوته نه کړ، خو ځایی خلک وایی، چې سخته جګړه روانه ده او دواړه لوری، پکې درې وسلې کاروی.
د طالب وسله والو وینا ذبیح الله مجاهد په جګړه کې د 20 کورنیو او بهرنیو سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوی، چې د دولتی چارواکو لخوا په کلکه رد وې ده.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږی، چې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د فراه ولایت په څلورو ولسوالیو برید وکړ او کله چې دوى د ولسوالیو په لور ورغلل، نو طالبان ددغه ولایت پر مرکزی زندان برید وکړ په ترڅ کې یې یو شمېر سیاسی بندیان په تېښته بریالی شول.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.