خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دایف بی آی په ویب پاڼې له تور لست څخه د ملا عمر نوم ویستل شوی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د امریکا دڅارګرې ادارې (ایف بی آیی) په ویب پاڼه کې امریکا ته د مطلوبو کسانو له لست څخه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نوم ویستل شوی دی.
امریکا او ملګرو ملتونو د ترهګرو دوه جلا جلا لستونه جوړ کړی دی او په دې لست کې یې سلګونه کسان شامل کړی دی.
د ملګرو ملتونو په لست کې د شاملو کسانو پر سر انعام اعلان نه دی شوی، خو دامریکا لخوا په جوړ شوی لست کې د شاملو کسانو پر سر میلیونونه امریکایی ډالر انعام هم اعلان شوی د ی.
دامریکا د څارګرې ادارې ( ایف بی ایی ) په لست کې داسامه بن لادن، ایمن الظواهری ، ملا عمر ، حکیم الله مسعود او د طالبانو او القاعدې د ګڼ شمیر غړیو نومونه شامل وو.
د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته د اسامه بن لادن د تصویر لاندې لیکل شوی، چې هغه وژل شوی دی.
خو د ایف بی ایی په ویب پاڼه کې چې تر څو ورځو مخکې پورې د مطلوبو کسانو په لست کې د ملا عمر نوم هم و، نن د مرغومی په 6مه، په دغه ویب پاڼه کې د ملا عمر نه څرګندیږی.
که څه هم ددې ویب پاڼې د مطلوبو کسانو په لست کې اوس هم د ایمن الظواهری، حکیم الله مسعود او یو شمیر نورو کسانو نومونه اوس هم شته.
دیادونې وړده چې دامریکا حکومت تر اوسه په رسمی توګه په دې اړه څه نه دی ویلی.
له یاد شوی لست څخه د ملا عمر نوم په داسې حال کې له لست څخه ویستل شوی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د پټو خبرو اترو خبرونه خپاره شول.
راپورونه وایی چې دغه خبرې اترې د جرمنی او قطر په منځګړیتوب ترسره شوی دی، څو ورځې مخکې راپورونه خپاره شول، چې امریکا ددې خبرو اترو د کامیابولو په موخه امریکا غواړی چې له ګوانتانامو څخه پنځه طالب بندیان خوشې کوی.
د سیاسی چارو کارپوه قاضی محمد حسن حقیار پژواک ته وویل، چې د حسن نیت او باور د رامنځ ته کیدو په خاطر دواړو خواو ځینې لومړنۍ ګامونه اخیستى دی.
نوموړی زیاته کړه، چې له دغې جملې څخه د طالبانو لپاره په قطر کې د سیاسی دفتر له پرانېستلو څخه دامریکا ملاتړ او هرکلی او همدارنګه له ګوانتانامو څخه قطر ته د لوړپوړو طالب بندیانو انتقال او په مذاکراتو کې د افغان دولت نه ګډول شامل دی.
حقیار وویل، چې ((له تورلیست څخه د ملامحمد عمر مجاهد د نوم ویستل تراوسه کومې باورې سرچینې نه دی تایید کړی خو زما په اند امریکا د طالبانو له وړاندیزونو سره موافقه کړى او د ملا عمر په شمول یې د ټولو افغان طالب بندیانو نومونه له تورلیست څخه ویستلی دی.))
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.