خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/10 0:0کد خبر: 8101

د هلمند د درېیو ولسوالیو امنیتی چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

د هلمند د درېیو ولسوالیو امنیتی چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

افغان ځواکونو ته د امنیت لېږد د پروسې د دوهم پړاو په ترڅ کې د مرغومی په لسمه، د هلمند د درېیو ولسوالیو د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. په دې اړه یو لړ مراسم، نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې جوړ شوی وو، چې په کې د امنیت د لېږد د پروسې رییس ډاکټر اشرف غنی احمدزى، د ملی دفاع وزارت لوى درستیز، د ملی امینت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت استازی، د هلمند ولایت چارواکو، قومی مشرانو او امنیتی مسوولینو برخه اخیستې وه. نن له دې مراسمو څخه مخکې له کابل څخه راغلی پلاوی له ځایی چارواکو سره د یادو شویو درېیو ولسوالیو (مارجې، نادعلی او ناوې) څخه لیدنه وکړه او د دې سیمو امنیت یې له نږدې څخه وارزاوه. یادو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د هلمند والی محمدګلاب منګل وویل، چې د امنیت د لېږد په لومړی پړاو کې یې د لښکرګاه د امنیت په سپارلو وښوده، چې افغان ځواکونه کولى شی د امنیت چارې په خپل واک کې واخلی. هغه زیاته کړه چې په مارجې، نادعلی او ناوې ولسوالیو کې افغان ملی ځواکونه د دې وړتیا لری، چې د خپلو سیمو امنیت په خپله ونیسی. منګل وویل چې که ولس مرسته وکړی، نو د دې پروسې په راتلونکو پړاوونو کې به د دې ولایت نورې سیمې هم شاملې کړى شی. لوى درستیز شېرمحمد کریمی خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د امنیت تر لېږد وروسته به د خلکو په مرسته امنیت نور هم پراخه شی، ځکه دا د خلکو غوښتنه ده، چې په سیمه کې افغان ځواکونه په خپلو سیمو کې عملیات او تالاشی ترسره کړی. د هلمند د ولایتی شورا یوه غړی سیف الملوک نوری، قومی مشرانو او دینی عالمانو له ډاکټر اشرف غنی احمدزی څخه په دې ولایت کې د بیارغونې د پروژو د پلی کېدو او سرحدونو د تړلو لپاره د ځانګړو پروګرامونو غوښتنه وکړه. دغو خلکو ډاکټر احمدزی ته ډاډ ورکړ، چې له دولت سره به د امنیت په راوستلو کې پوره مرسته کوی. ډاکټر اشرف غنی هم یادو شویو پوښتنو ته ځواب ووایه او ژمنه یې وکړه، چې تر ولسمشر او مرکزی دولت به د هلمند د خلکو ټولې غوښتنې ورسوی. د امنیت لېږد د پروسې رییس له دې مراسمو وروسته، پژواک خبری اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې بهرنی ځواکونه به ورو، ورو له هغو سیمو څخه ووځی، کومې چې امنیت یې افغان ځواکونو ته سپارل کېږی. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په مارجې ولسوالۍ کې سیمه ییز پولیس د امکاناتو د نه شتوالی له امله خپلې دندې پرېږدی؟ وویل: ((سیمه ییزو پولیسو ته د قانون له مخې موږ لویې وسلې نه شو ورکولى، ځکه چې په سیمه کی ملی اردو او ملی پولیس شته.)) د نوموړی په وینا، د سیمه ییزو پولیسو دنده یواځې د خپلو کلیو ساتنه ده، نه له مخالفینو سره جبهه یی جګړه کول او که دوى ته درنې وسلې ورکړل شی، نو بیا دا کار نورې ستونزې رازېږوی. ډاکټر غنی احمدزی زیاته کړه، چې اوس د هلمند امنیت ډېر ښه شوى دى، ځکه چې د ده په وینا، درې کاله مخکې څوک ولسوالیو ته نه شو تللى؛ خو پرون دوى په خپلو موټرو کې ولسوالیو ته سفر وکړ. افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد پروسه د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې پیل شوه او د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون، اووه سیمې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. د دې پروسې دوهم پړاو دوه اونۍ مخکې پیل شوى دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.