خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د لغمان اوسېدونکی: ولسمشر دې زموږ د زامنو قاتل اعدام کړی

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د لغمان ولایت یو شمېر اوسېدونکو له ولسمشر څخه د هغه تن د ژر تر ژره اعدام وغوښتنه وکړه، چې دوه کاله مخکې یې د دېرشو لغمانیو ځوانانو په وژنه کې لاس درلود.
دوه کاله وړاندې، د 1387 لمریز کال د تلې په 28مه، وسله والو طالبانو د کندهار- هرات پر لویه لاره د میوند ولسوالۍ په اړونده سیمه کې له یوه 303 موټر څخه 27 سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته ووژلې.
د وژل شویو وګړو جسدونه، چې ځینې یې په مرمیو لګېدلی او له ځینو سرونه غوڅ شوی وو، تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د ځایی خلکو په مرسته وموندل شول.
هغه مهال وسله والو طالبانو ویلی وو، چې وژل شوی ټول کسان د ملی اردو سرتېری وو، چې په ساده جامو کې هلمند ولایت ته روان وو؛ خو دولتی چارواکو ویل، چې وژل شوی کسان ملکی وګړی وو، چې د کار لپاره ایران ته روان وو، چې ډېرى یې د لغمان ولایت اوسېدونکی وو.
پرون په کندهار کې د ملی امنیت ریاست منسوبینو د هغه تن د نیولو خبر ورکړ، چې دوه کاله وړاندې یې د کندهار – هرات پر لویه لاره د یوه 303 موټر د 27 سپرلیو په وژلو کې برخه اخیستې وه.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ د قلعه ټک کلی اوسېدونکی صدیق الله د مرغومی په 11مه، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دوه کاله وړاندې، ایران ته د کار له پاره د ده د کورنۍ 5 ځوانان تللی وو.
خونوموړى وایی، د دې پر ځاى چې زموږ ځوانان ایران ته ورسېږی، په لاره کې د طالبانو خوا په بې رحمۍ سره ووژل شول او مړی یې ورته ولېږل.
هغه زیاته کړه: ((زموږ د بې ګناه شهیدانو قاتل دې ښکاره اعدام شی.))
صدیق الله وویل، چې په دوه کاله وړاندې پېښه کې یې د کورنۍ 4ځوانان او یو د پوخ عمر تره وسله والو وژلی وو، چې په وینا یې د کورنۍ تورسرې یې په روانی ناروغیو اخته او کوچنی اولادونه یې د یوې مړۍ ډوډۍ په ارمان دی.
د دغې ولسوالۍ د نیازیو کلی اوسېدونکی احسان الله پژواک ته وویل، چې وراره یې له قاچاق وړونکی سره ایران ته د کار په موخه تللى وو؛ خو بېرته یې جنازه راغله.
نوموړی زیاته کړه: ((زړه به مې هغه وخت یخ شی، چې قاتل یې زموږ د شهیدانو په قبرونو حلال شی.))
د الینګار ولسوالۍ د قومی شورا مشر نورمحمد خان همت پژواک ته وویل، چې هېڅکله به یې د قیامت په څېر هغه ورځ هېره نه شی، چې لغمان ته د تنکیو ځلمیو جنازې په یوه ورځ راوړل شوې.
نوموړی زیاته کړه: ((د خپلو سپین ږیرو هغه ننواتې مې نه هېرېږی، چې در په در د خپلو اولادونو مړو پسې ګرځېدل.))
نورمحمد خان وویل، د دولت له لوری چې د کندهار د پېښې د قربانیانو کوم قاتل نیول شوى، په یوه څلور لارې کې دې په دار وځړول شی.
د کندهار د ملی امنیت له خوا نیول شوی تن بشیر احمد، په خبری غونډه کې ومنله، چې دوه کاله وړاندې یې د کندهار _ هرات پر لویه لاره د یوه 303 موټر د 27 سپرلیو په وژلو کې برخه اخیستې ده.
د وسله والو نیول شوی قوماندان د خپلو اعترافاتو په دوام وویل، چې دوه کاله مخکې د کندهار _ هرات پر لویه لاره مولوی بصیر یو 303 موټر راګرځولى و او 27 تنه یې ښکته کړی وو او ټول یې پر خپلو کسان وېشلی وو او ووژل شول.
نوموړى وایی: ((مولوی بصیر د موټر د نیول کېدو پر مهال راته زنګ وواهه او ویې غوښتلو، زموږ ګروپ ته یې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه دوه تنه راوسپارل، چې ما او زما ملګرو په ګډه د میوند ولسوالۍ د بند تېمور په یوه شېله کې ووژل.))
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.