خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د برګمټال جګړه کې 9 تنو ته مرګ ژوبله واوښته

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د نورستان چارواکی برګمټال ولسوالۍ ته د ایتلافی ځواکونو د اکمالاتی مرستو د رسېدو او د پاکستانی وسله والو طالبانو او پولیسو جګړه کې د نهو تنو د مرګ، ژوبلې خبر ورکوی.
د نورستان امنیې قومندان جنرال محمد قسیم پیمان کلید ته وویل، چې له پرون غرمې څخه د تېرې شپې لسو بجو پورې پاکستانی وسله والو طالبانو د برګمټال پر ولسوالۍ بریدونو کې د یوه پولیس د وژلو ترڅنګ یو بل تن ټپی کړ.
پیمان د پولیسو په ځوابیه ډزو کې د څلورو طالبانو د وژلو او درې نورو د ټپی کېدو خبره وکړه، خو زیاتوی، چې جګړه ټوله مخامخ وه .
د نورستان امنیې قومندان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ایتلافی ځواکونو یوازې د وسلو مرسته ورسره کړې او د طالبانو پرضد یې خپل هوایی ځواک نه دى کارولى.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه کلید ته په ټلیفون د دې ترڅنګ، چې د برګمټال جګړه کې یې د پاکستانی طالبانو شتون رد کړ، وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې یې پرون مازېګر څلور وسله وال ملګری د ایتلافی ځواکونو په هوایی بمبار کې وژل شوی، خو دى دعوه کوی، چې دوى هم لس دولتی سرتېری وژلی.
مجاهد دغه راز وایی، چې طالبانو د بمبار له وېرې د برګمټال ولسوالۍ ودانۍ، چې د ده په دعوه دوى سره وه، تخلیه کړې.
د برګمټال ولسوالی، چې له اوسنۍ جګړې پرې تر اونۍ ډېرې ورځې کېږی،د چارواکو په خبره یې تر اوو سوو ډېر پاکستانی طالبان ورته راغلی.
دا ولسوالی لږه موده وړاندې او دغه راز تېرکال د څو ورځو لپاره تردرنو جګړو وروسته د دولت له واکه وتې وه، چې لامل یې دې سیمو کې د افغان ځواکونو کموالى ګڼل شوى و.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.